تازه خبرونه

پاکستان د تورخم غچ د داعش په واسطه اخلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په كندهار كې يو شمير قومي مشران او ديني عالمان وايي پاكستاني ملايانو د تورخم د غچ اخيستنې په موخه داعش ته په افغانستان كې د عامو خلكو د وژنې فتوا وركړې ده.

دوى نن ديوې احتجاجيه غونډي په ترڅ کي په ننګرهار کي د داعش كړنې وغندلې او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه چي د پاکستان له لوري پرتورخم د دروازى دجوړېدو مخه ونيسي او دهغوى لاس وهنه په افغانستان کي بنده کړي .

د کندهار يو شمېر ديني عالمان او قومي مشران د داعش له لوري په ننګرهار کي دعامو خلکو وژل د پاکستان کار بولي او وايي هغوى د تورخم پر کرښه د دروازى د جوړېدو له پاره د زمينې د برابرولو په موخه عام وژنه کوي . قومي مشر او مدني فعال احمد شاه سپر وايي: “د هېڅ يوه کفري هېواد اوسېدونكي په پاکستان کي تر بريد لاندې نه راځي خو په افغانستان کي مسلمانان هم دکافرانو په نامه وژني او ملايان يي دجهاد فتوا هم ورکوي.”

دوی له مرکزي حکومت څخه غواړي چي پاکستان ته پر تورخم د دروازى جوړولو اجاره ورنه کړي. د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کي داعش جنګيالو لسګونه تنه ماشومان او ښځې ووژل چې دهېواد په بېلا بېلو ولايتونو کي يي دعامو خلکو غوسه را وپاروله.

 

خبريال: بريا لی رحيمي

Trending

Exit mobile version