تازه خبرونه
پاکستان د تورخم له لارې په دوهیمه څپه کې ۸ زره کورنۍ هېواد ته جبري راشړلې دي
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو دویمه څپه له لومړۍ هغې چټکه روانه ده.
د ننګرهار سیمهییزو چارواکو ويلي، چې له پاکستان څخه د جبري ایستلو په دوهیمه څپه کې تر دې دمه ۸ زره کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راستنې او پخپل وخت ورته رسېدنه شوې ده.
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو دویمه څپه له لومړۍ هغې چټکه روانه ده.
د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رييس بازمحمد عبدالرحمن ويلي، چې په دې څپه کې تراوسه اته زره کورنۍ هېواد ته راستنې شوي او د حکومت له لوري ورسره پخپل وخت مرسته شوې ده.
هر افغان کډوال د پاکستان د پولیسو د جبر او زور زیاتي د چلند ترخې او خواشینوونکو کیسې لري، چې
ورسره مخ شوي دي.
هغه کډوال، چې پاکستان جبري ایستلو ته اړ کړي وايي، چې ټوله شتمني ترې پاتې شوې او له حکومت غواړي، چې د دوی د شتمنیو تر لاسه کولو لپاره د پاکستان له اړوند چارواکو سره خبرې وکړي.
هغه افغان کډوال، چې په خواريو او د لاس پر تڼاکو ګټلې شتمني ترې هلته پاتي شوې ، په خپله سرمایه اخستي کورونه، بېلابېل ډوله له توکو ډکې هټۍ او کاروبارونه ترې پاتي شوي دي.
اسماعیل نومی راستون شوی افغان وایي: « له پاکستان په جبري ډول راستانه شوي ډيری ګډوال د پاکستان د حکومت او امنیتي ځواکونو له ناوړه چلند څخه شکایت کوي.»
راستانه شوي افغانان وايي، سامانونه يې ترې ستانه کړي او خالي لاس يې له تورخم دروازې را اړولي دي. دوی له اسلامي امارت غواړي، چې په پاکستان کې له دوي د پاتي شتمنیو پوښتنه دې وکړي.
هغه کډوال، چې له پاکستان څخه په ډېر بد حالت او له ګڼو ستونزو ګاللو وروسته هېواد ته راستانه شوې په تورخم کې د افغان لوري له ترسره کړو خدماتو خوښ دي او په پاکستان کې له پاتې کډوالو هم غواړي، چې هېواد ته دې پخپله خوښه راستانه شي.
راستانه شویو کډوالو ته د تورخم په عمري کمپ کې د پاتې کېدو، روغتیا، اطلاعات او عامه پوهاوي، ټرانسپورټ، کارموندنې، ځمکو وېش، جوماتونو او زدکړو، مالي، امنیتي، مرستو جذب، د ثبیت او هرکلي کميټو ترڅنګ يو شمېر مرستندویه ادارو او د افغان بېسیم په ګډون بېلابېلې مخابراتي شبکې څلیریشت ساعته خدمات وړاندې کوي.
دغه راز له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو له دوهیم پړاو سره هممهاله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) ويلي، چې د دې لړ له پیل راپدېخوا ۱۷ میرمنو په روغتیايي مرکزونو او د سرحدي سیمو د زېږون په بېړنيو روغتیایي مرکزونو کې خپل ماشومان زیږولي دي.
د دې صندوق په خبرپاڼه کې راغلي، چې په سرحدي برخو کې د زیږون قضیې په څرګنده توګه میندو ته د روغتیا پاملرنې چمتو کولو اړتیا روښانه کوي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په تېرو دوه اوونیو کې له پاکستان څخه راستنېدونکو ۱۲ میرمنو د سرحدي سیمې په روغتیایی مرکز کې خپل ماشومان زیږولي او پېنځه نورو میرمنو د کډوالو د هرکلي مرکز په د زېږون په بېړني کلینیک کې زیږولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) امیرخان متقي د پاکستان د سفارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې پر جبري ایستلو خواشينۍ څرګنده کړې او دغه چاره يې د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره اندېښمنوونکې او زیان رسوونکې بللي ده.
