لوبی

پاکستان د خپلو سیلاب ځپلیو لپاره د آسیایي ملتونو د پایلوبې ګټلو ته هیله من دی

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۰, ۱۴۰۱)

پاکستاني کرکت لوبغاړي شاداب خان د شنبې پر ورځ ویلي، چې لوبډله یې د خپلو سیلاب ځپلیو خلکو د خوشالولو لپاره له سریلانکا څخه د ۲۰۲۲ آسیا جام د پایلوبې ګټلو ته هیله منه ده.

دا لوبه  نن مازیګر یکشنبه د وږي شلمه ۶:۰۰ بجې له آریانا نړیوال تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

شاداب خان زیاته کړې: دا، چې مونږ له پاکستان لرې یوو؛ له لرې څخه د ویجاړونکي ناورین لیدنه مونږ نور هم ځوروي. زمونږ لوبډله هیله منه ده، چې دا سیالي وګټي او د خپلو سیلاب ځپلیو خلکو څېرو ته د خوښیو شېبې بیا راوګرزوي.

هغه څرګنده کړې: مونږ ستره لوبډله یوو؛ خو د اتلولۍ لپاره باید د دې تورنمنت او نورو لوبو اتلان شوو.

هغه زیاته کړې: ما مخکې ویلي، چې اتلې لوبډلې فشارونه زغمي او په سختو شېبو کې بریالي کیږي کوي او دا هغه څه دي، چې مونږ به یې د یکشنبې پر ورځ په پایلوبه کې ترلاسه کوو. د سریلانکا پر وړاندې بریا او د آسیایي ملتونو جام د اتلولۍ ګټل زمونږ بنسټیزه موخه ده.

د یکشنبې پر ورځ (د وږي شلمه) د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې د آسیایي ملتونو جام سیالیو په پایلوبه کې پاکستان له سریلانکا سره مخامخ کېږي.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې آریانا نړیوال تلویزیون د ماښام پر ۶:۰۰ بجو د ۲۰۲۲ کال آسیا کرکت سیالیو د خپرولو ځانګړی ویاړ لري.

Trending

Exit mobile version