تازه خبرونه

پاکستان د خیبر ایجنسۍ د برید پرلامل افغان سفیر ته خپل سخت احتجاج وړاندې کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

پاکستان تېرهورځ په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته وروباله،چې دیورند کرښې ته څېرمه په خیبر ایجنسۍ کې د پاکستاني پوځیانو پر پوستې د افغانستان له خاورې د برید په وړاندې اعتراض وکړي.

د پاکستان پوځ ویلي،چې د وسلوالو طالبانو له لوري د افغانستان له خاورې په خیبر ایجنسۍ کې د اخوندواله پاس پر پوستې په راکتي برید کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

پاکستاني رسنۍ وايي،چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان سفیر جانان موسي زي ته د پاکستان سخت احتجاج وړاندې کړی.

د راپور پر اساس پاکستان د افغانستان سفیر ته ویلي؛د افغانستان له حکومته غواړي،چې د دا ډول کړنود مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.

د پاکستان پوځ ادعا کړې،چې له راکتي حملې وروسته یې د سختدریځو حمله کوونکیو پناهځای ویجاړ کړی او ترهگر یې وژلي دي.

Trending

Exit mobile version