تازه خبرونه

پاکستان د سخت دريځو ملاتړی دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د مشرانو جرګې رييس څرګندوي، د آسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې په ډاګه شوه چې پاکستان د سخت دریځو کلک ملاتړی دی او د سیاسي انزوا په خوا روان دی. هغه له اریانانیوز سره په خبرو کې وویل،پاکستان هوډ نه لري چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.

د اسیا زړه کنفرانس کې افغان ولسمشر او ځينو نورو ګډونوالو پاکستان د ترهګرو په ملاتړ تورن کړ، خو پاکستان بیا د افغان ولسمشر دغه څرګندونې د تاسف وړ وګڼلې، خو ټينګار یې کړی چې له ترهګرۍ سره د مبارزې له پاره دهېچا فشار ته اوږه نه ورکوي.

د اسیا زړه هېوادونو شپږمه غونډه او ولسمشر اشرف غني په پاکستان سم ګوزار وکړ.

ولسمشر اشرف غني وويل: “پاکستان له افغانستان سره د سخا له مخې د ۵سوه ميليونه امريکايي ډالرو د مرستې ژمنه کړې، ښاغلی عزیز تاسې کولای شئ چې دا پيسې په ښه توګه له سخت دريځو سره د مقابلې له پاره ولګوئ.”

د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې یوازې افغان ولسمشر د پاکستان بڼکې و نه ویستې بلکې نورو ګډونوالو هم یو ډول پاکستان ته ښکاره کړه چې د ترهګرۍ سره د ملاتړ له کبله دوی هم ناخوښه او ناراضه دي. د افغان ولسمشر څرګندونې د پاکستان په مزاج ښېنه دي لګېدلې.

د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز وويل: “مونږ په دې پوهېږو چې ولسمشر غني دا خبرې د پاکستان د دښمن په غولي کړېدي. ده هڅه کوله هغه څه بیان کړي چې هغوی غوښتل. لهترهګرۍسره په مبارزه کې هېڅ ډول فشار نه منو. پاکستان د ترهګرۍ خلاف ډېر کار کړی دی.”

دغه راز د افغان او هندي چارواکو سربېره د امریکا استازي هم له پاکستان څخه وغوښتل چې د ترهګرو سره مبارزه وکړي او په خپل هېواد کې يې ځای ور نه کړي.

د هېواد اجرايه ريیس عبدالله عبدالله وايي: “په دې غونډه کې د همکارو هېوادونو ملاتړ او مرسته د افغانستان د ثبات او امنيت له پاره ډېره ارزښت لرونکي وو.”

د اسیا زړه هېوادونو په کنفرانس کې د پاکستان له ټکېدو سره افغان کارپوهان وايي چې د پاکستان د انزوا له پاره شرایط د برابرېدو په حال کې دي، خو د مشرانو جرګې ريیس وايي چې پاکستان د ترهګرو له ملاتړه په هېڅ قېمت لاس نه اخلي.

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلمیار وايي: “د ولسمشر غني موضع د ستاينې وړ ده، خو پاکستان به د ترهګرو له ملاتړه لاس وانه خلي، اوس اړتيا ده چې د سيمې هېوادونه فشار پرې راوړي چې له سخت دريځو سره خپلې اړيکې پرې کړي.”

د ولسي جرګې ريیس هم وايي چې افغانستان له پاکستان څخه د مادي مرستو تمه نه لري.

د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهیمي وايي: “د لومړي ځل له پاره ولسمشر اشرف غني د پاکستان ۵سوه ميليوني مرسته رد کړه، دا د هېوادوالو د پاکستان له لاسوهنو څخه يو درد و چې بيان شو، موږ له ولسمشر مننه کوو.”

که څه هم د اسیا زړه هېوادونو دا شپږمه غونډه وه چې پاکستان پکې تر سخت فشار لاندې ونیول شو، خو دا چې عملي اغېز به یې څه وي، د جګړې په راروان فصل کې به معلوم شي.

Trending

Exit mobile version