تازه خبرونه

پاکستان د طالبانو او امریکایانو د هوکړې پلي کېدل غواړي

Published

on

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا له ولسمشره غواړي، چې خپل ځواکونه د دوحې د هوکړه لیک پر بنسټ له افغانستان څخه وباسي.

په امریکا کې د نوي ولسمشر جوبایډن له راتلو سره ټول په تمه دي، چې امریکا به د افغانستان په اړه کومه پالیسي غوره کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د جوبایډن له ادارې غوښتي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ویستو بهیر د فبرورۍ د نهه ویشتمې هوکړې له مخې روان وساتي.

شاه محمود قریشي یو ځل بیا ویلي؛ د افغانستان له خاورې بهیر بهرني تخریب کوونکي شته او د امریکا له نوي ولسمشره غواړي، چې را منځته شوی فرصت او د افغانستان د سولې په بهیر کې را منځته شوي پرمختګونه درک کړي او له دې پرمختګونو دې د په شاتګ سبب نکیږي.

دغه راز د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار هم ویلي، چې یوازې مرکچي ډلې کولی شي سولې ته لاس رسی پیدا کړي او افغان دولت باید له هیڅ بهرني عنصر څخه د سولې د ټینګښت تمه ونلري.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار موهید یوسف  وایي: د مرستو او آسانتیاوو په برخه کې مونږ کارونه تر سره کړل او تر سره به یې کړو؛ خو د امریکا په خاطر نه، بلکې په رښیتنې ډول باید ووایم، چې یوازې  پاکستان به ترې ډېره ګټه واخلي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار زیاته کړې، چې اسلام آباد د افغانستان د سولې په بهبر کې آسانتیاو برابرولو ته چمتو دی؛ خو افغان دولت باید فکر ونکړي، چې بهرني عناصر کولی شي، په دې هېواد کې سوله ټینګه کړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ویلي، د دوحې د سولې په خبرو کې را منځته شوې دمه د دې لپاره ده، چې طالبان په دې برخه کې د جوبایډن تازه اقدامات وویني.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی ریچارډ اولسن ویلي؛ د افغانستان او  پاکستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي له افغانستان څخه د  روان کال د مې تر میاشتې د ټولو ځواکونو د ویستو بهیر له ننګونو ډک بولي او وایي، چې د افغانانو د سولې په خبرو کې اوسنی بندون هم د طالبانو قصدي کار دی، چې بایډن د افغانستان د سولې په تړاو تازه ګامونه واخلي.

ریچارډ اولسن وایي: هغوي اوس یوه دمه اخیستې؛ زما په اند طالبان په رښتیا په دې تمه دي، چې د ټرمپ ادارې لخوا د سولې بهیر په تړاو کوم اقدام کیږي. زما په نظر د بایډن اداره د ۲۰۲۱ کال د مې په میاشت کې د پرېکړې په تړاو له ننګونو سره مخ ده، چې څه باید تر سره کړي.

که څه هم ویل کیږي، چې د نوي ولسمشر له راتلو سره به د امریکا په بهرني سیاست کې د پام وړ بدلون رانشي؛ خو وبه کتل شي، چې د امریکا نوی ولسمشر د افغانستان په اړه کومه پرېکړه کوي.

Trending

Exit mobile version