تازه خبرونه

پاکستان د طالبانو په وړاندې عمليات نه کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز وايي چې هېواد به يې په خاوره کې د افغاني طالبانو په خلاف پوځي عملیات ونه کړي.

ده د افغان ولسمشر هغه غوښتنه هم رد کړه چې ګواکي پاکستان دې د وسله والو طالبانو د چارواکو پرخلاف ګامونه پورته کړي. سرتاج عزیز ویلي چې لاهم باید د خبرو لاره غوره شي. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ بیا وايي چې جګړه د پاکستان له خوا په افغانستان تپل شوې ده.

د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز ویلي چې د وسله والو طالبانو پر خلاف د افغان دولت څوارلس کلنه جګړه ناکامه ده. ده ویلي چې په خپله خاوره کې به د افغان طالبانو پر خلاف پوځي عملیات ونه کړي.

د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزيز وايي: “افغانستان تلوار لري چې که خبرې نه پیلېږي نو باید د جګړې لاره غوره شي. هغه لاره چې څوارلس کاله یې هېڅ پایله ورنه کړه. زه د افغان ولسمشر هغه غوښتنه چې مونږ په خپله خاوره کې د طالبانو رهبران وځپو، ردوم. “

عزیز ویلي چې افغان رهبران ځکه په غوسه دي چې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې پیل نه شوې.

سرتاج عزيز زیاتوي: “طالبان د کومې ځانګړې سیمې په نیولو نه دي بریالي شوي. که په جګړه کې دریځ او پايښت وساتل شي، نو وسله وال طالبان به اړ شي چې له دولت سره سوله وکړي. سوله هغه څه نه ده چې په دوو یا څلورو اونیو کې پایله ورکړي. زه د افغانستان مصالحې له پاره د سولې له خبرو پرته بله لاره نه وینم.”

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وايي: “جګړه د پاکستان له خوا په افغانستان تپل شوې ده. د ولسمشر د ویاند مرستیال وايي چې پاکستان وسله وال طالبان د سولې خبرو ته را ونه بلل بلکې جګړې ته یې نور هم وهڅول.”

دا په داسې حال کې ده چې د ناټو عمومي منشي په اروپا کې ویلي چې داعش په افغانستان کې د ستونزو د زیاتېدو لامل شوی او نړیوال سرتېري د وسله والو طالبانو له سخت مخالفت سره مخامخ دي.

Trending

Exit mobile version