تازه خبرونه

پاکستان د طالب پلاوي له ورتګه بې خبري ښیي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

طالبانو پاکستان ته د قطرد سیاسي دفتر د یوه پلاوي سفر تائید کړی او پاکستانیو رسنیو له وړاندې په دې اړه راپورونه خپاره کړي؛ خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې بې خبري ښیي.

 د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي اعزاز چودري په یوه خبري غونډه کې وویل، چې پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر په باب معلومات نه لري.

طالبانو له دې مخکې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پاکستان ته دغه پلاوی د دې له پاره تللی، چې له پاکستانيوچارواکو سره د افغان کډوالو د ستونزو، سرحدي مسایلو، د ملابرادر او نورو بندیانو د خلاصون په اړه خبرې وکړي.

ویل شوي، چې د طالبانو په پلاوي کې ملا شهاب الدین دلاور او ملا جان محمد شامل دي.

په افغانستان کې د سولې عالی شورا پاکستان ته د قطري پلاوي ورتګ تائید کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان چارواکو د کډوالو او سرحدي مسایلو د حل په اړه ویلي، چې یوازې د افغانستان خلک او دولت حق لري، چې د اړوند ستونزو په اړه پرېکړه وکړي. 

Trending

Exit mobile version