لوبی

پاکستان د قطر نړیوال جام د امنیت لپاره خپل سرتېري لیږي

Published

on

Last Updated on: وږی ۳, ۱۴۰۱

د پاکستان کابینې د هغه تړون مسوده تصویب کړه، چې له مخې به یې د قطر فوتبال نړیوال جام د امنیت خوندي کولو لپاره خپل پوځیان واستوي.

د دې هوکړې مسوده قطر ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له رسمي سفر مخکې، چې د سې شنبې پر ورځ پیل شو، تصویب شوه.

تر اوسه څرګنده نده، چې دا تړون به کله لاسلیک شي او څومره پاکستاني پوځیان به قطر ته واستول شي.

د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې؛ قطر د فوتبال نړیوال جام لپاره د امنیت په برابرولو کې له پاکستان څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

دغه سیالۍ به د روان کال د نومبر میاشتې په ۲۰ نېټه پیل شي.

له دې مخکې ترکیې په ډاګه کړې وه، چې قطر ته به د نړیوال جام د امنیت د خوندي کولو لپاره ۳۲۵۰ سرتېري واستوي او انقرې پدې برخه کې قطري پوځیان روزلي دي.

Trending

Exit mobile version