سیمه ییز خبرونه
پاکستان د مستونګ په خونړۍ چاودنه کې هندي استخبارات تورن کړل
د شنبې پر ورځ د پاکستان په یوه جومات کې د یوې زورورې چاودنې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۹ ته ورسېد او حکومت د چاودنې پړه د هند پر استخباراتي ادارې اچولې ده.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې؛ چاودنه د جمعې پر ورځ د بلوچستان ایالت د مستونګ ښار په یوه جومات کې د پولیسو موټر ته نږدې په هغه سیمه کې رامنځته شوې، چې خلک د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص د میلاد د نمانځلو لپاره راټول شوي وه.
پاکستانيو چارواکو پرلهپسې پر هند تور لګولی، چې په پاکستان کې له تاوتریخوالي ملاتړ کوي؛ خو هند تل دا ادعاوې رد کړې دي.
د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر سرفراز بګتي د بلوچستان په مرکز کوټه کې رسنیو ته ویلي، ملکي ادارې، پوځي او نورې ټولې ادارې به پر ګډه د مستونګ په ځانمرګي برید کې د ښکېلو عناصرو پر ضد عملیات وکړي.
ده ويلي: په دغه ځانمرګي بريد کې د هند استخباراتي ادارې لاس درلود.
هغه د خپلې دې ادعا جزئیات او شواهد وړاندې نهکړل.
د بلوچستان ایالت د روغتیا ریاست ویاند وسیم بیګ ویلي، د جمعې له ورځې راپدیخوا په روغتون کې اووه نور کسان هم مړه شوي، چې ورسره د مړینې شمېر لوړ شوی او د نورو ټپیانو حالت هم د اندېښنې وړ دی.
د جمعې پر ورځ د خیبر پښتونخوا په شمال کې پر یوه جومات دوهیم برید لږ تر لږه پېنځه کسان ووژل. پولیسو د شنبې پر ورځ وویل چې دوی د ځانمرګي DNA د تحلیل لپاره لېږلې ده.
تر اوسه کومې ډلې د دغو بریدونو مسوولیت نهدی منلی.
د پاکستان په لویدیځو ایالتونو کې د وسلهوالو بریدونو زیاتوالي د جنورۍ د میاشتې پر عامو انتخاباتو چمتووالي سیوری اچولی؛ خو تر اوسه دغو بریدونو زیاتره امنیتي ځواکونه پر نښه کړي دي.
تحریک طالبان پاکستان، چې په ۲۰۰۷ ز.کال کې له رامنځته کېدو راپدیخوا په پاکستان کې د یو شمېر خونړیو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی؛ د جمعې د ورځې د چاودنو مسوولیت نهدی منلی.
