تازه خبرونه

پاکستان د نړیوال تروریزم ستر ملاتړی دی -ر. نبیل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستنان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل له تروریزم څخه د پاکستان د ملاتړ په اړه يو شمېر اسناد وړاندې کړي او وایي، پاکستان د نړیوال تروریزم ستر ملاتړی دی.

د افغانستان د استخباراتو دغه پخواني مشر پخپله یوه خپره شوې لیکنه کې په ډاګه کړې، چې همدا اوس په پاکستان کې ۱۵۰۰۰۰ دیني مدرسې د اسلام په نوم افراطیت تدریسوي او کرکې ته وده ورکوي.

رحمت الله نبیل زیاتوي؛ اوسمهال په پاکستان کې ۵۱ ترورستي ډلې فعالې دي، چې له یادو مدرسو خپل جنګیالي راټولوي.   

هغه ادعا کوي، چې امریکا او ملګري هېوادونه یې له مخکې د پاکستان پر لوبه پوهیدلي؛ خو هیله من ول، چې دغه هېواد به په شمالي وزیرستان کې خپل ضرب غضب نومي عملیات بریالي تر سره کړي، حقاني شبکه به له منځه یوسي او بهرني تروریستان به هم وځپي. پاکستان په افغانستان کې د ولسمشرۍ له ټاکنو شپږ ورځې مخکې په داسې حال کې، چې افغان امنیتي ځواکونه د ټاکنو د امنیت په خوندي کولو اخته ول، تروریستانو ته له وزیرستان څخه افغانستان ته د تېښتې زمینه برابره کړه.

نبیل د شمالي وزیرستان میرانشاه سیمې ته د حقاني شبکې د لیږدولو، د دوه طالب قومندانانو د امنیت ساتنې، وسایطو برابرولو او هغو ته د استوګنې د کورونو د نیولو، ملاتړ او د کابل پر پوځي ډګر، په کابل کې د قومونو او قبایلو پر وزارت د بریدونو، د تښتونې او په کابل ، فراه او هرات کې د اهل تشیع پر رهبرانو د بریدونو او د سولې بهیر ته د کویتې د شورا د هڅونې اسناد وړاندې کړي دي.

هغه دغه راز ویلي، چې پاکستان تر دې دمه امریکا او افغان حکومت ته داسې اسناد نه دي وړاندې کړي، چې د طالب قومندانانو پر وژلو او ځپلو دلالت وکړي.      

همدا راز نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان حکومت باید له پاکستان سره پخپل بهرني سیاست بیا کتنه وکړي او په بېلابېلو برخو کې د دوست او دښمن ځانګړې پېژندنه وړاندې کړي، چې افغان امنیتي ځواکونه یې د جګړې په ډګر کې تر پاملرنې لاندې ونیسي.

Trending

Exit mobile version