لوبی

پاکستان د نړیوال جام په لومړۍ بریا کې هند ته پر ماتې ورکولو خوښي څرګنده کړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۴, ۱۴۰۰

د رویټرز د څرګندونو له مخې د یکشنبې پر ورځ د پاکستان په ښارونو کې پر بېلابېلو بڼو خوښي په ډاګه شوه؛ چا پټاکې والوځولې، څوک سړکونو ته راووتل او په دې توګه د نړیوال جام لومړۍ بریا ونمانځل شوه.

پاکستا د شل آوريز نړيوال کرکټ جام د سوپر ۱۲ پړاو په څلورمه سیالۍ کې هندوستان ته پر ۱۰ وکټو ماته ورکړه.

دا سيالي د تلې پر ۲ / د اکتوبر پر ۲۴ د دوبۍ په نړیوال کرکټ لبغالي کې ترسره شوه، چې هند په لومړۍ توپوهنه کې د ۷ لوبغاړیو پر سوزېدو ۱۵۱ منډې جوړې کړې.

همدارنګه په شارجه کې د سوپر ۱۲ پړاو په درېيم او د نړيوال شل آوريز جام په ۱۵ سیالۍ کې سريلنکا بنګلاديش ته پر ۵ وکټو ماتې ورکړه.

په شل آوريز نړيوال کرکټ جام کې د پاکستان لوبډله پخپل ګروپ کې له افغانستان، هند، نیوزیلېنډ ،ناميبيا او سکاټلېنډ سره لوبې لري.

لومړي وزیر عمران خان د پاکستان لوبډلې بریا د ستایلو تر څنګ ویلي؛ ملت پر تاسو ټولو ویاړي.

پاکستانيو رسنیو هم د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د دغو مراسمو د تر سره کولوراپور ورکړی، چې د مسلمانانو اکثریت سیمه ده.

سوپر پړاو، چې د نومبر پر اتمه پای ته رسیږي او بیا به د پاتې څلور بریالیو لوبډلیو ترمنځ د نومبر پر ۱۰ او ۱۱ وروستۍ سیالۍ تر سره شي او د دوه بریالیو لوبډلیو ترمنځ به بیا د نومبر پر ۱۴ پایلوبه ترسره شي.

Trending

Exit mobile version