تازه خبرونه
پاکستان د وسلوالو مخالفینو په کارولو افغان دولت گواښي- صالح
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
صالح وایي، پاکستان له افغانستان سره په جنگ کې دی او تل یې هڅه کړې، چې د وسلوالو مخالفینو په کارولو افغان دولت وگواښي.
صالح د افغانستان او پاکستان تر منځ د دیالوگ په څلورمه ناسته کې ، چې د شنبې په ورځ په کابل کې جوړه شوې وه وویل: اسلام آباد باید د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي او یوازې له کابل سره د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړي.
د افغانستان له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي او د یوناما مشر نیکولای هیسم غونډې ته وویل، چې گاونډ هېوادونه دې د افغانستان د سولې ملاتړ وکړي؛ ځکه، چې د سیمې د ثبات له پاره غوره موقعیت لري.