تازه خبرونه

پاکستان د وېزې اخیستو په ټېل ماټېل کې پر تر پښو لاندې شویو کسانو خواشیني ښکاره کړې

Published

on

د پاکستان سفارت د چارشبنې پر ورځ د جلال آباد په فوتبال ډګر کې د وېزه غوښتونکیو د ټېل ماټېل له کبله پر رامنځته شوې مرګ و ژوبلې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي په ډاګه کړې ده.

د دغې خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د فوتبال لوبغالی په جلال آباد کې د پاکستان له کونسلګرۍ ۵ کیلو متره لرې پروت دی.

یاد سفارت په ډاګه کړې؛ مونږ له هغو کورنیو سره، چې خواخوږو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی او پدې بده پېښه کې مړه او ټپیان شوي، خپله خواشیني څرګندوو.

په خبرپاڼه کې راغلي: غواړو یو ځل بیا په ټینګار ووایو، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ورورګلوۍ اړیکو ته په پاملرنه؛ په کابل کې د پاکستان سفارت او په جلال آباد، کندهار، هرات او مزار شریف کې زمونږ کونسلګريو اوږدمهاله وېزې ورکولو بهیر د کورنۍ، سوداګرۍ، درملنې، زدکړو او نورو موخو لپاره روان ساتلی دی.

په خبرپاڼه کې سفارت د ویزې غوښتونکیو ته د آسانه او ګټورمدیریت ډاډ هم ورکړی دی.

د پاکستان سفارت ویلي؛ مونږ ویزه غوښتونکیو ته د ښه او خوندي مدیریت لپاره له افغانانو او حکومتي چارواکو غوره پوهاوی او همکاري غواړو.

دا په داسې حال کې ده، چې د ننګرهار د جلال آباد ښار په فوتبال لوبغالي کې د پاکستان د وېزې د تر لاسه کوونکیو له ټېل ماټېله دولس ښځې مړې شوي او دولس نور کسان ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version