تازه خبرونه

پاکستان د ټولو شناختي کارتونو د تصدیق امر کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پاکستان کورنیو چارو وزیر چوهدري نثارعلي خان خپلو اړوند  ادارو ته امر کړی، چې په راتلونکیو شپږ میاشتو کې دې ټول کمپیوتري شناختي کارتونه تصدیق کړي.

پاکستان دا کار وروسته له هغې کوي، چې د افغان طالبانو له پخواني مشر ملا اختر محمد منصور سره پاکستانی پاسپورت او شناختي کارت ترلاسه شول.

د طالبانو مشرملااختر محمد منصور د ۱۳۹۵ کال د جوزا په لومړۍ نېټه د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمه کې د امريکا د بې‌ پيلوته الوتکې په بريد کې ووژل شو.

د نوموړي د وژل کیدو خبر په لومړي ځل د امريکا دفاع وزارت خپور کړ او په ډاګه شوه، چې پر نوموړي بريد د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په اجازه ترسره شوی؛ ځکه دی د سولې په لاره کې ستر خنډ و.

د امریکا له دې څرګندونې وروسته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، اجرائیه ریاست، ملي امنیت او کورنيو چارو وزارت هم د ملا منصور وژنه تائید کړه.

طالبانو بيا څلور ورځې وروسته د خپل مشر وژنه د يوې خبرپاڼې په خپرولو نه یوازې دا، چې ومنله، بلکې د ملا اختر محمد منصور مرستيال مولوي هبت الله اخوندزاده یې د نوي امير په توګه او سراج الدين حقاني او د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر زوی مولوي محمد يعقوب يې د مرستيالانو په تګه هم اعلان کړل.

Trending

Exit mobile version