روغتيا
پاکستان د پولیو د له منځه وړلو لپاره له افغانستان سره ګډې هڅې اړینې دي
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف دا خبره په پاکستان کې د پولیو واکسین د پیل په مراسمو کې کړې ده او ټینګار کوي، چې د دې ویروس د له منځه وړل یوازې د ګډو هڅو له لارې شوني دي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې حکومت د پولیو د له منځه وړلو لپاره له افغانستان سره په اړیکه کې دی.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف دا خبره په پاکستان کې د پولیو واکسین د پیل په مراسمو کې کړې ده او ټینګار کوي، چې د دې ویروس د له منځه وړل یوازې د ګډو هڅو له لارې شوني دي.
پاکستان او افغانستان په نړۍ کې یوازني دوه هېوادونه دي، چې ګوزڼ یا پولیو په کې له منځه وړل شوې ندی؛ نو د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف ویلي، چې هغه د ګوزڼ د له منځه وړلو لپاره له افغانستان سره ګډ کار کوي.
شهباز شریف ویلي: “په هره بیه، چې کیږي مونږ به له پاکستان څخه ګوزڼ له منځه وړو؛ له نړیوالو شریکانو، سیمهییزو ټیمونو او همدارنګه د ورور هېواد افغانستان پر همکارۍ به یې له منځه وړو.”
ځینې کارپوهان وايي، چې د پولیو د له منځه وړلو لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډ پروګرامونه اغېزمن دي او که دواړه هېوادونه وکولی شي د واکسین پوښښ زیات کړي، امنیتي خنډونه کم او سرحدي همکاري پیاوړې کړې؛ نو امکان لري، چې په راتلونکو څو کلونو کې ګوزڼ له منځه یوړل شي.
په افغانستان کې، سږ کال د پولیو واکسین څو پړاوونه پیل شوي او په میلیونونو ماشومانو واکسین ترلاسه کړی دی.
له بلې خوا د روغتیايي برخې کارپوهان د ماشومانو د واکسین کولو لپاره دوامداره هڅې د دې ویروس د له منځه وړلو یوازنۍ لاره ګڼي. د ګوزڼ ویروس کوچني ماشومان اخته کوي، چې د فلج او په ځینو مواردو کې یې د مرګ لامل کیږي.
