تازه خبرونه

پاکستان د چمن – سپین بولدک لار لاریو ته خلاصه کړه – راپور

Published

on

(Last Updated On: زمری ۵, ۱۴۰۰)

رویټرز څرګنده کړې، چې پاکستان د دوشنبې پر ورځ د زمري ۴ د چمن – سپین بولدک لار، چې اوس د طالبانو تر څارنې لاندې ده پرانیستې او له سل ډېرې لارۍ افغانستان ته راواوښتې.

د چمن – سپین بولدک لار د دې میاشتې په سر کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د درندو جګړو له کبله بنده شوې وه.

د چمن ګمرک یوه لوړ پوړي چارواکي عارف کاکړ رویټرز ته څرګنده کړې؛ پاکستان نن د چمن په سیمه کې له افغانستان سره خپله پوله پرانیستې؛ سوداګريزې چارې یې له سره پیل کړې، چې یوه میاشت ځنډېدلې وې.

کارکړ ویلي، چې دغه لار به په اوونۍ کې شپږ ورځې پرانیستې وي.

د پاکستان د ګمرک دوه چارواکو د نوم د نه ښودلو پر شرط رویټرز ته ویلي، چې سپین بولدک او د وېش سرحدي ښارګوټی اوس هم د طالبانو په ولکه کې دي او دوی نه پوهیږي، چې څوک مالونه کښته کوي.

رویټرز زیاته کړې؛ پاکستاني چارواکي د سوداګرو تر فشار لاندې ول، چې خپل مالونه افغانستان ته د ننه ولېږدوي.

تر دې دمه طالبانو، د افغانستان کورنیو چارو او مالیې وزارتونو پدې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

له دې مخکې د امریکایي ځواکونو د مرکزي قومندې قومندان جنرال کینت مککنزي، چې په افغانستان کې له امریکایي سرتېرو څارنه کوي ویلي وه، چې حکومت د سپین بولدک بندر د بېرته نیولو هڅه کوي.

Trending

Exit mobile version