سوداگري
پاکستان د کندهار د مالوچو کارخونو ۳۰ میلیون ډالر کنګل کړي
په کندهار کې د مالوچو د پروسس کارخونو خاوندانو ویلي، چې پاکستان د دې سکټور شاوخوا ۳۰ میلیون ډالره پوروړی دی، چې اوس یې کاروبار بند کړی دی.
د کندهار د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکو ويلي، پخوا به د افغانستان مالوچ پاکستان ته صادرېدل؛ خو اوس د افغانستان د مالوچو نيمايي محصولات پاکستان ته صادرېږي.
د دوی په وینا، پاکستان په بېلابېلو پلمو د فابریکو د خاوندانو ۳۰ میلیونه ډالره شتمني ضبط کړې ده.
د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر سید سرور اماني وايي، پاکستان د بانکدارۍ د محدودیتونو له کبله په دغه ولایت کې د فابریکو شاوخوا ۳۰ میلیون ډالره پور ندی ورکړی.
زمونږ د بانکونو سيسټم خراب دي؛ مشکل لرو، د بانکي راکړې ورکړې بندې دي. په ځانګړې توګه پاکستان له دې کاره ناسمه ګټه پورته کوي. دا پدې معنا، چې زمونږ د مالوچو د سکتور ډېرې پیسې، چې شاوخوا ۳۰ میلیون ډالره کېږي په پاکستان کې بندې دي.
نوموړي زیاته کړې؛ دا د ۲۴ کارخونو پيسې دي. پاکستانی لوري یې نه پر حواله راکوي او نه د بانک او ټی ټي له لارې.
په کندهار کې د مالوچو د پروسس ۲۴ فابریکې شته، چې تېر کال یې شاوخوا ۴۰۰ زره ټنه پروسس کړې وه.
په هرحال د دې سکټور پر وړاندې د ننګونو له کبله مو سږکال د پروسس کچه یوازې ۲۰۰ زره ټنو ته راټیټ شوې ده.
د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، پاکستان غواړي د دغو کارخونو خاوندانو ته ستونزې جوړې کړي، چې دوی له کاروباره ووځي.
په همدې حال کې د کارخونو خاوندان وايي، صنعتي پارکونو ته د برښنا کمښت هم لویه ننګونه ده.
د مالوچو د یوې فابریکې خاوند یارمحمد رحماني ویلي: زمونږ لویه ستونزه برښنا ده، د اسلامي امارت له راتګ څخه مخکې مونږ دلته له لس میګاواټه برښنا سره جنراتورونه درلودل؛ خو اوس هغه نلرو. مونږ له لمریزې برښنا او د کجکي بند له برښنا څخه کار اخلو.
هغه زیاته کړې: د پارک شمال لوري ته يوه ورځ او بله یوه ورځ سویل لوري ته برښنا ورکول کېږي؛ ځکه، نو برېښنا زمونږ اساسي ستونزه ده.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ که د کندهار په صنعتي املاکو کې د مالوچو د پروسس کاخونې په عادي بڼه کار وکړي، نو زرګونه نورو ته به د کار زمينه برابره او د ناقانونه کډوالۍ مخه به ونيول شي.