تازه خبرونه

پاکستان زیانمنېدونکیو افغانانو ته د ترانزیتي ویزو د ورکړې پروګرام ومانه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۳, ۱۴۰۱)

سیمه ییزو رسنیو د سې شنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د هغو افغانانو لپاره، چې د پاکستان له لارې بهر ته ځي، د راتګ د ویزې نوې تګلاره تصویب کړې ده.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د پاکستان د لومړي وزیر د ستراتیژیکو اصلاحاتو د نوښتونو مشر سلمان صوفي ویلي، چې د نوې تګلارې له مخې به د پاکستان حکومت په ۲۴ ګړیو کې افغانانو ته د ۳۰ ورځو ترانزیتي ویزې ورکړي.

دغه چارواکي زیاته کړې، چې په پاکستان کې د کوربه سفارت لخوا د ورته غوښتنې له ترلاسه کولو سره؛  د بهرنیو چارو وزارت به سمدستي تر ۳۰ ورځو پورې د ټرانزیټي ویزې غوښتنې ته لاسرسی ومومي.

هغه ويلي: له دې وروسته د کډوالۍ د منظورۍ له ترلاسه کولو سره د کوربه هېواد سفارت به بهرنیو چارو وزارت ته خبر ورکړي او وزارت به د څلیریشت ګړیو په اوږدو کې د منلو لپاره د کورنيو چارو وزارت ته واستوي.

دغه راز شهباز شریف د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې د افغانستان د ویزې نوې پالیسي د پاکستان د حکومت د هغو هڅو یوه برخه ده، چې غواړي د اړتیا په وخت کې له افغان وروڼو سره مرسته وکړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د ټرانزیټ ویزې ورسپارل به له دوی سره د راتلونکي سفر لپاره د کارونو په بشپړولو کې مرسته وکړي. نړیواله ټولنه هم باید د افغانستان له خلکو ته آسانتیاوې برابرې او ورسره مرسته وکړي.

Trending

Exit mobile version