تازه خبرونه

پاکستان غواړي طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کینوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

پاکستان غواړي، چې په طالبانو د فشار راوړلو له لارې هغوی له افغان حکومت سره خبرو ته کینوي.

نیویارک تایمز ورځپاڼې د پاکستان د یو لوړپوړي چارواکي له قوله ویلي؛ د پاکستان پوځیان او استخبارات هڅه کوي، چې له دوه زره لومړي کال را په دیخوا د لومړي ځل لپاره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو لپاره زمینه برابره کړي.

لویدیځو چارواکو، چې ونه غوښتل نومونه یې واخیستل شي ویلي؛ د پاکستان د پوځ لوی درستیز افغانستان ته په خپل وروستي سفر کې په ډاگه کړې، چې طالبانو له افغان حکومت سره خبرو ته اراده ښودلې او امکان لري دغه ناسته تر سره شي.

Trending

Exit mobile version