سیمه ییز خبرونه

پاکستان غواړي په همدې اوونۍ کې ملا عبدالغنی برادر له بنده خوشې کړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

پاكستان به په دوه درې راتلونكو ورځو كې د افغان طالبانو يو مهم قومندان ملا عبدالغني برادر له بنده خوشي كړي. خو د پاكستان د لومړي وزير د ملي امنيت سلاكار ويلي، ملا برادر به افغانستان ته ونه سپارل شي ځكه، چي د سولې پروسې ته زيان رسوي.

ټاکل شوې، چې پاکستان په همدې اوونۍ کې د افغان طالبانو یو مهم قومندان ملا عبدالغني برادر له بنده خوشې کړي.

د سولې عالي شورا د ملا برادر خوشې كېدل د سولې د پروسي لپاره مثبت ارزوي او وايي، چي هغه يو معتدل او د سولې خبرو سره موافق كس دى، نو ځكه افغان حكومت او د سولې عالي شورا په همغږی سره په وار وار له پاكستان څخه وغوښتل، چي نوموړى دې له بنده خوشې كړي.

د سولې د عالي شورا د بهرنيو اړيكو سلاكار اسماعیل قاسمیار وايي:

د ملا برادر په خوشې كېدو سره باوري دي، چې د سولې پروسه به ښه پر مخ ولاړه شي.

د پاکستان د لومړي وزير سلاكار سرتاج عزيز د فرانسې خبري آژانس ته ويلي، ښايي د افغان طالبانو یو مهم قومندان ملا عبدالغني برادر په راتلونکو دوه درې ورځو کې د پاکستان له زندانه خوشې شي.

خو هغه ټینګار کړی، چې هغه به افغان حکومت ته ونه سپارل شي ځكه، چې د سولې پروسې ته زیان رسوي.

په همدې وخت کې د سولې عالي شورا بيا وايي، له هغه ځايه، چي ملا عبدالغني برادر ناروغ دى، ښه به دا وي، چي هغه بهر ته لاړ شي.

د سولې عالي شورا همدا راز زیاتوي، افغانستان او پاكستان بايد د ملا برادر هرې پرېكړې ته درناوى وكړي.

ملا عبدالغني برادر، چې په طالبانو کې دویم لوړ پوړی چارواکی ګڼل کېږي، د ۲۰۱۰ م کال په جنوري میاشت کې ونیول شو.

د افغانستان د بیا، بیا غوښتنو سره هم پاکستان په تېرو درې کلونو کې نوموړی له زندان څخه خوشې نه کړ.

داسې هم ویل کېږي، چې پاکستاني چارواکو نوموړې وروسته له هغې بندي کړ، چې د افغان چارواکو سره یې د سولې په برخه کې له ځینو تماسونو خبر شول.

Trending

Exit mobile version