سیمه ییز خبرونه

پاکستان غواړی چي افغانستان له هند سره اړیکی پری کړی: ایمل فیضی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

پاكستان د طالبانو د راضي كولو په موخه له افغانستان څخه غوښتي چې له هند سره خپلې اړيكې پرې كړي.

د افغان ولسمشر وياند ايمل فيضي وایي چی اوس هم پاكستان د ترهګرو ډلو ملاتړ كوي.

د كابل او اسلام آباد ترمنځ د ستراتيژيكو همكاريو د تړون لاسليكول، پاكستان ته د روزنې په موخه د افغان سرتيرو د استولو غوښتنه او له نوي ډيلي سره د كابل د اړيكو پريكول هغه غوښتنې دي چې د طالبانو د راضي كولو په موخه پاكستان كړي دي.

خو د ولسمشر كرزي وياند د اسلام د دغو غوښتنو منل ناشوني بولي او هند د افغانستان يو مهم متحد بولي.

په همدې حال كې ايمل فيضل د افغانستان د سولې په پروسه كې د پاكستان رول مهم بولي او له نړيوالې ټولنې غواړي څو پدې برخه كې پر پاكستان فشار وارد كړي او ريښتينې همكارۍ ته يې وهڅوي.

همدا راز دوه ورځې دمخه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت معين؛ جاوید لودین له پاکستان سره نیوکه کړي او ويلي و چې افغانستان به د پاكستان له همكارۍ پرته د سولې پروسه پر مخ يوسي.

دا په داسې حال كې ده چې تيره ورځ د افغانستان د سولې عالي شورا ويلي وو، دغه شورا د سولې په برخه كې د پاكستان د همكاريو ترلاسه كولو په موخه خپلې هلې ځلې جاري وساتي.

بل خوا د افغانستان او پاكستان په ګډه پوله كې د پاكستاني ځواكونو د ورستيو راكټي بريدونو د څيړنې په موخه يو افغان پلاوي د پاكستان كويټې ښار ته خپل سفر هم لغوه كړى دى.

Trending

Exit mobile version