تازه خبرونه
پاکستان له اسلامي امارت سره د توافقاتو د له منځه وړلو ګواښ وکړ
د افغانستان اسلامي امارت د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ تل رد کړی او څرګندوي، چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د وسلوالو ډلو بریدونه د پاکستان داخلي ستونزه ده او له اسلامي امارت سره هیڅ تړاو نلري.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق، چې د دوشنبې پر ورځ( د وري اتهلسمه) په اسلامآباد کې د “د خیبر پښتونخوا د امنیتي او حاکمیتي ننګونو جامع ارزونه” سیمینار ته د وینا پر مهال د افغانستان اسلامي امارت ته ګواښ وکړ، چې که د تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې اقدام ونکړي؛ نو د دواړو خواوو ترمنځ تړونونه به لغوه شي.
محمد صادق خان په خپله بېساري وینا کې ویلي: ” تحریک طالبان پاکستان د پاکستان او افغان طالبانو (اسلامي امارت) ترمنځ په اړیکو کې اړین ټکی دی او مونږ باید ورته د حل یوه لار ومومو.”
محمد صادق ګواښ کړی؛ “که طالبان (اسلامي امارت) همکاري ونکړي؛ ټول تړونونه به ورسره لغوه شي او په هیڅ ډګر کې به پرمختګ ونشي. پاکستان له افغانستان سره ډېره مرسته کولی شي؛ په دې شرط، چې مونږ هغه ترهګر کنټرول کړو، چې له پولې دې خوا راځي.”
د پاکستان ځانګړي استازي دا ټینګار هم کړی، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ په خبرو اترو کې باید د ټي ټي پي موضوع ته لومړیتوب ورکړ شي او پوره غور پرې وشي.
هغه وایي: “د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) شتون او فعالیتونه باید د دواړو هېوادونو لخوا بېړني حل شي.”
نوموړي زیاته کړې: “حل دا ندی، چې خلک ووژنو یا یې ونیسو او پاکستان ته یې وسپارو؛ بلکې د هغوی کنټرول او مخنیوی دی.”
محمد صادق دا هم ویلي، چې پاکستان د هغو ۵۰۰ افغان وګړو نوملړ لري، چې پاکستان ته ننوتي او په بریدونو کې ښکېل ول.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ ځینې یې د افغانستان د اسلامي امارت د مشهورو کورنیو څخه دي او نور یې په پوځي اکاډمیو کې پروفیسوران یا په افغانستان کې پوځي قومندانان دي.
هغه د ټي ټي پي پر وړاندې د اسلامي امارت پر کړنو نیوکه وکړه او څرګندوي: “افغانستان ۴۴ زره کلي لري او طالبان (اسلامي امارت) ټول کنټرولوي. دا ډول کنټرول د افغانستان په تاریخ کې بېساري دی.”
دی زیاتوي؛ د تحریک طالبان پاکستان غړي په ټول افغانستان کې په آزاده توګه وسلې لیږدوي او هیڅوک یې مخنیوی نهکوي. “دا خلک علني او ښکاره له دې حکم څخه سرغړونه کوي او د دوی پر وړاندې هیڅ خنډ نشته.”
پاکستان تل اسلامي امارت د تحریک طالبان پاکستان پر ملاتړ تورن کړي او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي، چې د دې ډلې ملاتړ ودروي.
د افغانستان اسلامي امارت د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ تل رد کړی او څرګندوي، چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د وسلوالو ډلو بریدونه د پاکستان داخلي ستونزه ده او له اسلامي امارت سره هیڅ تړاو نلري.