سوداگري

پاکستان له افغانستان، ایران او روسیې سره د جنس پر جنس سوداګرۍ امر کړی

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۳, ۱۴۰۲)

د پاکستان سوداګرۍ وزارت د جمعې پر ورځ څرګنده کړې، چې حکومت یې د تېلو او ګازو په ګډون د ځینو اجناسو لپاره له افغانستان، ایران او روسیې سره د جنس پر جنس سودااګرۍ سپارښتنه کړې ده.

د رویترز د څرګندونو له مخې: د پاکستان حکومت، چې د اسعارو زیرمې یې دا مهال یوازې د یوې میاشتې د وارداتو لپاره بسنه کوي؛ د اقتصادي ناورین د مدیریت لپاره، چې تېره میاشت یې د انفلاسیون کچه نږدې ۳۸ سلنې ته ورسېده، غواړي تر څارنې لاندې راولي.

د حکومت د دې امر او سپارښتنې له مخې د جون لهه لومړۍ نېټې د هغو توکو نوملړ جوړ کړی، چې تبادله کیدی شي. عامه او خصوصي بنسټونه د سوداګرۍ په میکانیزم کې د ګډون لپاره اجازې ته اړتیا لري.

د اپریل په میاشت کې له روسیې څخه د ارزانه تېلو اخیستلو لپاره د پاکستان د تېلو وزیر مصدق ملک رویترز ته ویلي، چې د دې معاملې له مخې به پاکستان یوازې اومه تېل اخلي، نه چاڼ شوي محصولات.

مصدق ملک زياته کړې، که معامله له ستونزو پرته ترسره شي؛ نو د پېرلو اندازه به هره ورځ سل زره ته لوړه شي.

د تجزیه کوونکي شرکت Kpler څرګندونې ښیې، چې پاکستان تېر کال د ورځې ۱۵۴ زره بیرله اومه تېل وارد کړي، چې د ۲۰۲۱ کال پر پرتله په کې لږ بدلون راغلی.

د می په میاشت کې، د پاکستان د پترولیم پلورونکیو اتحادیې شکایت وکړ، چې په پاکستان کې پلورل شوي دیزل تر ۳۵ سلنې پورې له ایران څخه قاچاق شوي وه.

د پاکستان حکومت افغانستان ته د اوړو، غنمو، بورې او سرې د قاچاق د مخنیوي حکم صادر کړی دی.

Trending

Exit mobile version