تازه خبرونه

پاکستان له افغانستان سره تړلې لار پرانستله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳۰, ۱۴۰۱)

پاکستان د دوشنبې پر ورځ له افغانستان سره د چمن لار د سوداګرۍ او پیاده تګ راتګ لپاره پرانستله، چې یوه اوونۍ مخکې د چمن او سپین بولدک تر منځ پر پاکستانیو امنیتي ساتونکی له ډزو وروسته تړل شوې وه.

دا ډزې د لړم پر ۲۲ / د نومبر پر دیارلسمه مه د سپین بولدک – چمن پر لویه لار رامنځته شوې وې، په کې یو پاکستانی سرحدي ساتونکی وژل شوی دی. پاکستان سمدلاسه دا لاره وتړله، چې د دواړو لوریو سوداګرو ته یې درانده زیانونه واړول او دواړو غاړو ته په زرګونه خلک بند پاتې شول.

د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې د پاکستان د حکومت یوه چارواکي عبدالمجید زهري د دوشنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل، چې د پولې د پرانستلو پرېکړه یې له افغان چارواکو سره له خبرو وروسته کړې او چارواکي د برید کوونکي په لټه کې دي.

زهري زیاته کړې؛ افغان چارواکو هم د پاکستانيو پوله ساتو پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړې ده.

Trending

Exit mobile version