تازه خبرونه
پاکستان له افغانستان سره د ترجیحي سوداګريز تړون په اړه مشورې پیل کړي
ایکسپریس ټریبیون د سې شنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې پاکستان له افغانستان سره پر ترجیحي سوداګریز تړون (پي ټي ای) د خبرو اترو لپاره له بېلابېلو خواوو سره مشورې پیل کړي دي.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار عبدالرزاق داود د سوداګرۍ او پانګونې په اړه بحثونه پیل کړي، چې د دوشنبې پر ورځ یې له افغانستان او منځنۍ آسیا جمهوریتونو سره د پاکستان د سوداګرۍ په اړه معلومات ورکړل.
عبدالرزاق داود تېره میاشت کابل ته د لومړي وزیر عمران خان د سفر پرمهال په دې اړه افغان چارواکو ته لنډ راپور هم ورکړی و.
ایکسپریس ټریبیون راپور ورکړی، چې د داود د څرګندونو له مخي؛ له دې دوه لیدنو راپدیخوا ډېر کار شوی او د پي ټي ای له ونډوالو سره پرې بحثونه روان دي.
هغه په ډاګه کړې، چې د افغانستان – پاکستان ترانزیت سوداګرۍ تړون (ای پي ټي ټي ای) بیاکتنه په وروستي پړاو کې ده.
ټریبیون راپور ورکړی، چې د افغانستان او ټولو اړخونو یو پلاوی به د ډسمبر له ۲۸ څخه تر ۳۰ پورې پاکستان ته سفر وکړي، چې د پي ټي ای او ای پي ټي ټي ای او د ګډو سرحدي بازارونو د جوړولو په اړه بحث او خبرې وکړي.
