تازه خبرونه

پاکستان له افغانستان سره د تلپاتې همکاریو هیله من دی

Published

on

Last Updated on: لړم ۶, ۱۳۹۹

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د دوشنبې پر ورځ په اسلام آباد کې د افغان – پاکستان د سوداګریز دوه ورځني سیمینار د پرانستې په مراسمو کې ویلي، چې حکومت به یې پرته له دې، چې په افغانستان کې څوک واک و ځواک لري؛ همکاري او مرستې به روانې ساتي.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان خلک د خپلو چارواکو او حکومت د غوراوي واک و ځواک لري او د دوی خپل مسوولیت دی.

عمران خان ټینګار کړې، چې په افغانستان کې ۴۰ کلنې جګړې په ځانګړي توګه په تېرو ۱۸ کلونو کې پر پاکستان منفي اغېز کړی دی.

هغه ویلي: تېر مهال یوازې مونږ ته درس راکوي؛ خو هغه کسان، چې پرې ټینګار کوی او کلک پرې دریدلي خپل راتلونکی بربادوي.

عمران خان دا هم ويلي: پاکستان له تاريخ څخه زدکړه کړې او پوهیدلی دی، چې هيڅ بهرني ځواک د افغانستان برخليک تر اغېز لاندې نه راوستلى نشي.

نوموړي دا ټینګار هم کړی، چې پرېکړه کوونکي پخپله افغانان دي او بهرنۍ لاسوهنه هیڅکله بریالۍ نه وه.

Trending

Exit mobile version