تازه خبرونه

پاکستان له افغانستان سره د ستونزو پر حل ټینګار وکړ

بلاول یو ځل بیا ټینګار کړی، چې ډېر هېوادونه او ځواکونه هلته ناکام شوي دي.

Published

on

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د دوشنبې پر ورځ (د چنګاښ اتلسمه) په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ ستونزې یوازې د ساده ناستو له لارې حل کېدی نشي.

هغه د دواړو هېوادونو پر وړاندې د پېچلو مسايلو د حل لارې موندلو پر اړتیا ټينګار وکړ.

بلاول یو ځل بیا ټینګار کړی، چې ډېر هېوادونه او ځواکونه هلته ناکام شوي دي.

 هغه وايي: افغانستان ته په سفر کې د چايو پر څښلو ستونزې نه حل کېږي. ما د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره کړه. د افغانستان او پاکستان ستونزې د حل وړ دي؛ خو باید وپوهیږو، چې ټولې مسلې د افغانستان تر ادارې لاندې ندي.

ویل کیږي، چې اسلامي امارت له ګاونډ هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او باید د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د مثبتو اړیکو، ښو سیاسي اړیکو او د باور فضا زمینه رامنځته شي.

اړوند خبرونه:

د پاکستان لنډمهالي حکومت له نورو سره له مشورې پرته افغان کډوال ایستلي – بلاول بوتو زرداري

اسلام‌آباد باید د افغانانو او ترهګرو ترمنځ توپیر ومني – د پاکستان بهرنیو چارو پخوانی وزیر

Trending

Exit mobile version