سوداگري
پاکستان له افغانستان سره د پولو څو نورې لارې هم پرانېزي
Last Updated on: غبرګولى ۴, ۱۴۰۱
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق تېره ورځ ویلي، پاکستان پرېکړه کړې، چې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د ودې او پراختیا لپاره به څو نورې لارې هم پرانیزي.
محمد صادق ټویټ کړی: دا لارې او دروازې د اقتصادي فعالیتونو آسانتیا او د مسافرو د ښه تنظیمولو لپاره دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ لومړی به د چترال او کونړ تر منځ او د کوز دیر او کونړ تر منځ د بنشاهي لارې پرانیستل شي.
هغه څرګنده کړې، چې دا لړۍ به روانه وي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به نورې سرحدي دروازې هم جوړې شي.
صادق زیاته کړې، دغه لارې به د تورخم، غلام خان، خرلاچي، انګور اډې او چمن-سپين بولدک پېنځه دروازې ترڅنګ جوړې شي.
د افغانستان اسلامي امارت تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي.