تازه خبرونه

پاکستان له افغانستان سره متقابلو او ګټورو دوه اړخیزو اړیکو ته ژمن دی

Published

on

د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې له ملا شیرین اخوند سره یې په لیدنه کې له افغانستان سره د پاکستان پر تعامل او متقابلو ګټو ټینګار کړی دی.

د افغانستان او پاکستان د همغږۍ د شپږمې غونډې په څنډه کې د اسلامي امارت پلاوي د کندهار والي پر مشرۍ د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل.

د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د تعامل او متقابلو ګټو پر دوام د پاکستان پر ژمنې ټینګار کړی او دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د خبرو دوام اړین بولي.

د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني وایي: نن مې د کندهار له والي ملا شیرین سره ګټوره ناسته درلوده. ما له افغانستان سره د تعامل او ګټورو دوه اړخیزو اړیکو د دوام لپاره د پاکستان پر ژمنې ټینګار وکړ او همدا راز مو د سوداګرۍ او ارتباطاتو له ظرفیت څخه په بشپړه توګه د ګټې اخیستنې لپاره د ټولو مسلو د حل پر اړتیا ټینګار وکړ.

د اسلامي امارت پلاوی په داسې حال کې اسلام‌آباد ته سفر کړی، چې پاکستان د ټي ټي پي له لوري د وسلوالو بریدونو له زیاتېدو وروسته ادعا کړې، چې ټي ټي پي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره کاروي.

د راپورونو پر بنسټ، له پاکستانيو چارواکو سره د دغه پلاوي د خبرو اصلي محور د تحریک طالبان پاکستان موضوع ده.

اسلامي امارت دا یو عادي سفر ګڼي، چې د ډيورند کرښې دواړو غاړو ته د احتمالي لانجو او شخړو د اواري لپاره تر سره کیږي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، چې افغانستان د ګاونډ هېوادونو د سولې او ثبات ملاتړ کوي او اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې د دغو هېوادونو پر وړاندې ګواښونه رامنځته شي.

په همدې حال کې د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف  څرګنده کړې، چې د جنورۍ له دوه‌یمې وروسته به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو تر سیوري لاندې غونډه جوړه شي. کابلوف تاس خبري اژانس ته ویلي، چې په دې غونډه کې به د بېلابېلو هېوادونو استازي د افغانستان په اړه خبرې وکړي. تاس خبري اژانس د ضمیر کابلوف د څرګندونو له مخې دا هم لیکلي، چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه به په ۲۰۲۴ کال کې هم خپل کار ته دوام ورکړي.

Trending

Exit mobile version