تازه خبرونه

پاکستان له افغانستان سره پر پوله د سرحدي ځواک شمېر زیاتوي- خواجه آصف

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پاکستان دفاع وزیر ویلي، چې هېواد يې له افغانستان سره پر پوله د سرحدي ځواک شمېر زیاتوي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف دا څرګندونه تېره ورځ په اسلام آباد کې د مشرانو جرگې د یوه سناتور د پوښتنې په ځواب کې په ډاګه کړې ده.

 خواجه آصف ویلي، پاکستان به په قبايلي سيمو او بلوچستان ایالت کې له افغانستان سره پر پوله د سرحدي ځواک یا ملیشه ځواکونو شمېر زیات کړي او د پولې څارنه به نوره هم ښه کړي، چې د ده په خبره پر پوله د ترهګرو تګ راتګ لږ شي.

خواجه آصف زیاته کړې؛ دوی له ديورند کرښې سره څیرمه په قبايلي سیمو کې  ضرب غضب نومي عمليات تر سره کړي، چې په کې د ترهګرو پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.

ده په ډاګه کړې؛ “اسلام آباد افغان دولت او په افغانستان کې میشتو نړیوالو ځواکونو ته هم خواست کړی، چې د افغانستان له لوري په سرحدي سيمو کې د ترهګرو پر وړاندې سخت عمليات وکړي.

Trending

Exit mobile version