تازه خبرونه

پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه

فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.

Published

on

په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلام‌آباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.

فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.

هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.

ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بې‌ثباته کېدی نشي.»

دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلام‌آباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.

هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»

د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بې‌ځایه شوي دي.

پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسله‌وال بریدونه د افغانستان له خاورې  تنظیمېږي.

په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.

Trending

Exit mobile version