تازه خبرونه
پاکستان له افغانستان سره په پوله ګمرکي تاسیسات جوړوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ویلي؛ ډېر ژر به له افغانستان سره په پوله ګمرکي تاسیسات جوړ کړي، چې د دواړو لوریو تر منځ سوداګریزه راکړه ورکړه آسانه شي.
د پاکستان د سوداګرۍ وزیر خرم دستګیرخان، چې د پاکستان، مرکزي آسیا او افغانستان په سوداګریزه غونډه کې خبرې کولې وویل، چې سیمه ییز مواصلات کولی شي د پاکستان، افغانستان او مرکزي آسیا د هېوادونو د خلکوژوند ښه کړي.
دغه پاکستانی چارواکی وایي، پاکستان په راتلونکې کې له افغانستان او مرکزي آسیا سره اقتصادي اړیکو ته ارزښت ورکوي.
د هغه په وینا؛ اسلام آباد له افغانستان سره د ترجیعي هوکړه لیک پیل ته لیوال دی او په دې برخه کې یوه طرحه له وړاندې ګاونډ هېوادونو ته لیږل شوې ده.