تازه خبرونه
پاکستان له افغان ولسمشر سره پټه ژمنه کړې، چې وسلوال طالبان به د سولې خبرو ته کښینوي
په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوې سرچینې آریانا نیوز ته وویل، چې د پاکستان د استخباراتو ريیس رضوان اختر د تېرې چارشنبې په ورځ کابل ته راغلی و.
سرچینه وايي، چې رضوان اختر افغان ولسمشر ته ډاډ ورکړی، چې وسلوال طالبان به سولې ته کښینوي.
د ولسمشر ویاند اجمل عبید عابدی کابل ته د پاکستان د استخباراتو د رییس سفر نه ردوی او نه يې تائیدوي؛ خو ټينگار کوي، چې په افغانستان کې د سولې لپاره کابل او اسلام اباد جدي گامونه اخیستي دي.
د ولسِ جرگې غړی عبدالقیوم سجادی کابل ته د بهرنیو هېوادونو د استخباراتي چارواکو په پټو سفرونو سخته نیوکه کوي او وايي؛ پاکستان غواړي، چې افغان ولسمشر وسلوال طالبان په سیاسي واک کې ورگډ کړي او د سولې د خبرو رهبري پاکستان په لاس کې واخلي.
سیاسي کارپوه امین فرهنگ وایي:
په هېواد کې اوسنی ناامنۍ په دې دلالت کوي، چې پاکستان د افغانستان د چارواکو د غولونې هڅه کوي.
کلونه کیږي، چې له افغان دولت سره د سولې د خبرو لپاره د وسلوالو طالبانو د راضي کولو هڅې روانې دي؛ خو اوس دا یقیني شوې، چې د پاکستان له همکارۍ پرته په دغه برخه کې هر ډول هڅې مثبته پایله نلري.