تازه خبرونه
پاکستان له خپلو سفیرانو سره د افغانستان، غزې او کشمیر په اړه مشوره کوي
د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې خبر ورکړی، چې اسلامآباد د افغانستان، منځني ختیځ او کشمیر په اړه د مشورو لپاره د نړۍ له ۲۰ مهمو هېوادونو او نړیوالو ټولنو خپل سفیران وربللي دي.
د دې ورځپاڼې د راپور له مخې؛ ټاکل شوې، چې دغه درې ورځنی کنفرانس د راتلونکي کال د جنورۍ په لومړۍ اوونۍ کې د بهرنیو چارو وزارت لهخوا جوړ شي او د پاکستان لنډمهالی لومړی وزیر انوارالحق کاکړ به ورته خپله پرانیستونکې وینا وکړي.
د دې کنفرانس برخهوال به په امریکا، فرانسې، جرمني، بریتانیا، هند، روسیې، چین، افغانستان، ایران، ترکیې او نورو هېوادونو کې د پاکستان سفیران وي.
په دې غونډه کې به په ملګرو ملتونو او نورو ټولنو کې د پاکستان دایمي استازي هم ګډون وکړي.
په دې وروستيو کې له افغانستان سره د پاکستان اړيکې د امنيتي ستونزو له کبله خړې پړې شوې دي.
پاکستان ادعا کړې، چې پر خاوره یې بريدونه له افغانستان څخه کیږي؛ خو اسلامي امارت دغه ادعا رد کړې او څرګندوي، چې افغانستان د پاکستان د امنیت د ناکامۍ مسوول نهدی.