تازه خبرونه

پاکستان له دې وروسته د افغان طالبانو پر خلاف جګړه نه کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز وايي چې پاکستان له دې وروسته د افغان طالبانو پر خلاف جګړه نه کوي.

نوموړی وايي افغان طالبان د پاکستان دښمنان دي؛ نو ځکه افغانستان نه غواړي په وړاندې یې جګړه وکړي.

ولسمشرۍ ماڼي په دې هکله څه نه دي ویلي؛ خو د ملي یوالي د حکومت اجرایوي رییس وايي، طالبان د افغانستان او پاکستان دواړو دښمنان دي او باید دواړه هیوادونه یې پر وړاندې وجنګیږي.

افغان چارواکي ټینګار کوي چې د تروریزم ځالې په پاکستان کې دي او هلته د پاکستاني پوځيانو او استخباراتو لخوا روزنه ورکول کیږي.

د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز وايي چې افغان طالبان د پاکستان ګټو ته خطر نه پیښوي، نو ځکه دغه هیواد نه غواړي د هغوی په وړاندې جګړه وکړي. نوموړی وايي چې پاکستان کوښښ کوي چې افغان طالبان له کابل سره د سولې خبرو ته کښینوي:” دا سمه ده چې د حقاني شبکې له پاکستان څخه فعالت کاوه، خو اصلي خبره دا ده چې په دوه زره لومړي کال کې چې کله امریکا په افغانستان یرغل وکړ، افغان طالبان پاکستان ته را واوښتل.  دهغوي یو شمیر مونږ ته خطر پیښاوه، خو ځینې نور بې خطره وو. هغه کسان چې مونږ ته خطر نه پیښوي، نو ولې  په وړاندې جګړه وکړو.”

افغان سیاسي کارپوه کاکو جان نیازی وایي چې پاکستان باید خپل دریځ بدل کړي او له بدي ډک سیاست پرېږدي او له موږ سره دې همکار شي، ځکه چې په افغانستان کې ناامني په پاکستان کې د ناامني په معنا دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او  ولسمشرۍ ماڼۍ د سرتاج عزیز د دغو څرګندونو په هکله څه نه وايي ، خو د ملي یوالي د حکومت اجرایوي ریاست وايي طالبان د دواړو هیوادونو ګډ دښمنان دي.

پاکستان ته د افغان ولسمشر اشرف غني له سفر څو ورځې وروسته  د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار دغه څرګندونې مخې ته راځي.

Trending

Exit mobile version