تازه خبرونه
پاکستان له مرګونو نښتو وروسته له افغانستان سره د خبرو غوښتنه وکړه
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي؛ مونږ له افغانستان سره خبرو اترو، ډیپلوماسۍ او دوه اړخیزو ګټورو اړیکو ته ډېر ارزښت ورکوو. د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د دواړو (حکومتونو) ګډ هدف دی.»
د یکشنبې پر ورځ (د تلې شلمه) پاکستان له تر ټولو خونړۍ نښتې وروسته له افغانستان سره د ډیپلوماټیکو خبرو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي؛ مونږ له افغانستان سره خبرو اترو، ډیپلوماسۍ او دوه اړخیزو ګټورو اړیکو ته ډېر ارزښت ورکوو. د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د دواړو (حکومتونو) ګډ هدف دی.»
په هرحال دې وزارت زیاته کړې، چې اسلامآباد وضعیت له نږدې څاري او د خپلې خاورې او وګړو د دفاع لپاره به “ټولې شونې کړنې ” په پام کې ونیسي.
دا څرګندونې د شنبې د ورځې له نښتو وروسته راپورته شوي، چې په کابل کې د اسلامي امارت واک ته له رسېدو راپدېخوا تر ټولو خونړۍ نښتې ګڼل کیږي.
په افغانستان کې سرچینو ویلي، چې په دې نښتو کې نهه افغان سرتېري شهیدان او ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي؛ خو د پاکستان پوځ تائید کړې، چې ۲۳ سرتېري یې وژل شوي او ۲۹ نور ټپيان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت وبلې؛ د سعودي عربستان او قطر له منځګړیتوب وروسته یې پر پاکستانيو پوستو بریدونه درولي دي.
