لوبی

پاکستان ناکام شو؛ خو آسترالیا به له نیوزیلینډ سره د کرکټ جام وروستۍ لوبه کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۲, ۱۴۰۰)

د ۲۰۲۱ کال د کرکټ نړیوال جام د نیمه پایلوبې په دوه یمه او وروستۍ لوبه کې آسترالیا پاکستان ته له ماتې ورکولو سره د نړیوال جام وروستۍ لوبې ته لاره پیدا کړه.

په دې لوبه کې، چې د پنجشنبې پر ورځ د نومبر پر ۱۱ په دوبۍ کې ترسره شوه، پاکستان لومړی توپوهنه پیل کړه او د لوبې په ۲۰ آورونو کې یې د آسټرالیا لوبډلې ته د ۱۷۷ منډو هدف وټاکه.

د آسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې وکولی شول دغه هدف په ۱۹ آورونو کې پوره او پاکستان ته په ۵ ویکټو کې پر ماته ورکولو د لوبې وروستي پړاو ته لار وموندله.

دا په دې جام کې د پاکستان لومړۍ ماتې وه.

د پاکستان لوبډلې له دې مخکې پېنځه لوبې کړې وې، چې یوه یې د افغانستان پر وړاندې وه او ټولې یې ګټلې دي.

یوه ورځ مخکې د ۲۰۲۱ کال کرکټ جام نیمه پایلوبې په لومړۍ لوبه کې نیوزیلینډ لوبډلې انګلستان ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه.

ټاکل شوې د آسټرالیا او نیوزیلینډ ترمنځ د کپ وروستۍ لوبه د یکشنبې پر ورځ (نومبر ۱۴) ترسره شي.

افغانستان هم په دې جام کې برخه اخیستې وه او په لومړیو پېنځه لوبو کې یې دوه ګټلې او درې نورې یې بایللې دي.

Trending

Exit mobile version