تازه خبرونه
پاکستان نه غواړي، چې افغانستان امنیتي او دفاعي ځواک ولري- صدیقی
د کورنو چارو وزارت ویاند له پولیسو سره په يوه مشورتي ناسته کې له خلکو څخه غوښتنه وکړه ، چې له پولیسو سره همکاري وکړي.
حمید صدیقی گزارش راکوي، چې، کورنیو چارو وزارت د مخورو خلکو، پولیسو او د ښاريِ ناحیو د گذرد وکیلانو په گډون یوه مشورتي ناسته ترسره کړې، چې د خلکو په همکارۍ کې د امنیت خوندي کولو له پاره غوره لار ولټوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې ناسته کې وویل:
د پاکستان حکومت او استخباراتي سرچینې د افغانستان د امنیتي او دفاعي بنسټونو د له منځه وړلو هڅې کوي؛ ځکه، نو خلک باید له پولیسو سره د زړه له کومي مرسته او همکاري وکړي.
د کورنیو چارو وزارت د ولسي پولیسو رییس جنرال همایون عیني وایي، پولیس د خلکو له همکارۍ پرته د امنیت خوندي کولو ځواک نه لري.
د کابل د پولیسو قومندانۍ مرستیال حامد جلیل وایي:
پولیسو ته پکار دي، چې د خلکو باور خپل کړي؛ ځکه، چې خلک له پولیسو ډېرې غوښتنې لري.
ولسي پولیس څه نا څه دوه کاله وړاندې رامنځته شوي، چې موخه یې د امنیت خوندي کولو له پاره د خلکو او پولیسو همکاري ده.