تازه خبرونه

پاکستان نېغ په نېغه د افغانانو په وژنه کې لاس لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

مشرانو جرګه وايي چې پاکستان طالبان او ترهګر تمویل او تجهیز کوي او د افغانستان د خلکو د وژنو له پاره یې رالېږی. دوی وايي چې حکومت دې د پاکستان پر وړاندې خپل سیاست بدل کړي

 مشرانو جرګه د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې په دي ورستیو کې د امریکا د سفر پر مهال کړي وو او ویلي دي چې پاکستان نه شي کولای په یو وخت کې هم طالبان ووژني او هم يې د خبرو اترو له پاره چمتو کړي.

 مشرانو جرګه زياتوي چې پاکستان هېڅ کله هم په افغانستان کې د سولې د راتلو اراده نه لري. ځکه دوی خپله طالبانو تمویل او تجهیزکوی او افغانان پری وژني.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادی مسلميار وايي:

«پاکستان هېڅ کله هم طالبان نه وژني او نه يې وژلي په تېرو ۱۲ کلونو کې یې طالبان ساتلي او د افغانانو د وژنو له پاره یې را لېږلي دي نو پاکستان د افغانستان د خلکو په وژنه کې نېغ په نېغه لاس لري.»

د مشرانو جرګې غړی جمعه الدین ګیانوال څرګندوي:

«پاکستان هغه طالبان نه وژني چې د افغانستان په ضرر وي هغه کسان وژني چې د پاکستان په ضرر وي.»

د مشرانو جرګې غړی شېرمحمد اخند زاده وايي:

«د نواز شریف خبرې دروغ دي موږ کله ویلي چې طالب ووژنه موږ غواړو چې طالب ته اډې مه ورکوه، مه يې ساته، زموږ قومی مشران مه وژنه.»

همدازار د مشرانو جرګې غړو د ملي یووالي پر حکومت نیوکه وکړه چې باید له پیل يې له پاکستان سره خپل اړیکې نه واي ټینګې کړې ځکه پاکستان هېڅ کله هم د افغانستان په اړه مثبت دریځ نه لري.

 د مشرانو جرګې غړی فیصل سمېع وايي:

«د نواز شریف خبرې د ملي یووالي د ناسمو سیاستونو پر مخ څپېړه وه له پیل موږ د ملي یووالي حکومت ته وویل چې دغه لاره چې تاسو ځی ترکستان ته ځي. پاکستان هېڅ کله د دوستۍ لاس نه راکوي.»

د مشرانو جرګې غړی نثار حارس څرګندوي:

«موږ د ولسمشر له هغه پرېکړې هرکلی کوو چې له پاکستان پرته د سیمې د هېوادنو په ګډون د ترهګریزو مسایلو په اړه کنفرانس جوړوي دا په ښکاره ثابتوي چې افغانستان په سیمه کې د سولې له پاره هڅه کوي خو پاکستان يې نه کوي.»

 دا په داسی حال کې ده چې افغان حکومت له وسله والو مخالفو ډلو سره د سولې د خبرو له پاره شرطونه لري او ویلي يې دي، هغه افغانان چې زموږ شرایط مني د افغانستان د خلکو لاسته راوړنو ته دې درناوی وکړي او په افغانستان کې دې د بهرنیو د ګټو له پاره جګړه نه کوي موږ چمتو یو چې سوله ورسره وکړو.

خبریال: عبدالعزیز کریمي

Trending

Exit mobile version