سوداگري
پاکستان هره ورځ له افغانستان څخه تر ۴۰۰ لارۍ پیاز او رومیان واردوي
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د یکشنبې پر ورځ (د تلې ۱۷ ) تویت کړی، چې پاکستان هره ورځ له افغانستان څخه له ۳۰۰ تر ۴۰۰ لارۍ رومیان او پیاز واردوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغان کروندګر له دې سوداګرۍ څخه د پام وړ ګټه ترلاسه کوي، ځکه سږ کال يې حاصلات دېر لرل.
د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په خبره، په عادي کلونو کې دغه هېواد تر ډېره خپلې سبزي افغانستان ته صادروله؛ خو سږ کال د سېلابونو له کبله د پاکستان کرنيز محصولات له منځه تللي دي.
هغه ټینګار کړی، چې دا د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزه ګټه ده او باید وهڅول شي.
دا صادرات د تورخم، غلام خان او سپین بولدک له سوداګریزو بندرونو پاکستان ته راوارديږي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان ته د دغو محصولاتو د صادراتو له زیاتېدو سره په کابل ښار کې د هغوی بیې لوړې شوې دي.