تازه خبرونه

پاکستان هند ته د ستونزو د حل لپاره د تلویزیوني بحث وړاندیږ وکړ

Published

on

(Last Updated On: کب ۴, ۱۴۰۰)

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د سې شنبې پر ورځ په ډاګه کړې، چې غواړي له خپل هندي سیال نریندرا مودي سره د دوه اړخیزو اختلافاتو د حل لپاره یوه تلویزیوني بحث وکړي.

د اټومي ځواک لرونکيو سیالانو 75 کاله مخکې ځانونه له خپلواکۍ برخمن کړي؛ خو له هماغې ورځې د شمالي کشمیر پر سر ناندریزې اړیکې پالي او ان درې جګړې یې هم کړې دي.

په دې وروستیو کې یو ځل بیا د دواړو هېوادونو تر منځ د کشمېر په مسلمان میشتې سیمه کې، چې دواړه یې د خپلولو ادعا کوي بیا اړیکې خړې پړې شوې دي.

عمران خان د روسیې ټوډی سرچینې ته په یوه مرکه کې ویلي؛ زه غواړم له نریندرا مودي سره په دې اړه ټلویزیوني بحث او مناظره تر سره کړم.

هغه زیاته کړې، چې دا به د برصغیر د میلیارډ خلکو لپاره هم ګټوره وي؛ خو که اختلافات د بحث له لارې حل شي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه دمګړۍ د رویټرز غوښتنې ته له ځواب ویلو ډډه وکړه.

د پاکستان الومړي وزیر عمران خان په ډاګه کړې؛ هند پر یو دښمن هېواد بدل شو، نو له دوی سره د سوداګرۍ کچه هم ډېره راټیټه شوه.

 خان ویلي، د هغه د حکومت پالیسي ټینګار کوي، چې له ټولو هېوادونو سره باید سوداګریزې اړیکې ولرو.

د عمران خان د پاکستان سوداګریزې پالیسۍ سره خپله همغږي ښیي او به دې اړه هغه خبریالانو ته ویلي چې هغه له هند سره د سوداګریزو اړیکو ملاتړ کوي او دا کار به د دواړو خواوو د ګټو ښکارندویي وکړي.

خان څرګنده کړې، چې د پاکستان سیمه ییزه سوداګریز غوراوي له لسیزو راپدیخوا محدود پاتې دي؛ ایران یې د سویل لویدیځ ګاونډ هېواد په توګه د امریکا تر بندیزونو لاندې دی او افغانستان هم په لسیزو جګړو کې ښکېل پاتې شو.

پاکستان له خپل شمالي ګاونډ چین سره پیاوړې اقتصادي اړیکې لري، چې د یو کمربند او یوې لارې د نوښت لاندې یې د بېخبناوو او نورو پروژو لپاره د میلیارډونو ډالرو ژمنه کړې ده.

د خان دغه مرکه مسکو ته د سفر په څنډه کې رامنځته شوه. هغه به په تېرو دوه لسیزو کې د پاکستان د لومړي مشر په توګه روسیې ته سفر وکړي او له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به وګوري.

د دواړو هېوادونو د مشرانو د اقتصادي همکاریو او سیمې په اړه دا دوه ورځنۍ خبرې د اوکراین پر سر له اوسني کړکېچ مخکې پلان شوې وې.

خان د اوکراین د روان کړکیچ په اړه ویلي: دا له مونږ سره تړاو نلري؛ مونږ له روسیې سره دوه اړخیزې اړیکې لرو او غواړو، چې پیاوړې یې کړو.

Trending

Exit mobile version