تازه خبرونه
پاکستان هڅه کوي طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي-خواجه آصف
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د پاکستان دفاع وزیر د روسیې له سپوتنیک آژانس سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان په جديت غواړي، چې طالبان له افغان دولت سره د سولې خبرو ته کیني.
په مسکو کې د نړیوالې امنیتي ناستې په څنډو کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف وویل؛اسلام آباد په پام کې لري، چې بله ناسته هم تر سره کړي.
دغه پاکستاني چارواکي د منځني ختیځ، مرکزي آسیا، پاکستان او افغانستان په ثبات او امنیت کې د روسیې رول مهم بللی دی.
د پاکستان دفاع وزیر ویلي، چې په دې سیمه کې د لویدیځ رول؛ ستونزې څو برابره زیاتې کړي او د مشرتابه رول باید روسیې ته ورکړ شي نه لویدیځ ته.
دا په داسې حال کې ده، چې روسیې تېره ورځ د افغان سولې په بهیر کې د دغه هېواد د ښکېلتیا غوښتنه کړدې ده.