سوداگري

پاکستان پر اپټا تړون د خبرو اترو د ژر پای ته رسیدو غوښتنه وکړه

Published

on

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان او پاکستان د ترانزیټي سوداګریز تړون د خبرو پر وروستي کولو بحث او خبرې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ قریشي دا خبرې د جمعې پر ورځ له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره د ټیلیفون پر لیکه کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې دواړو وزیرانو نه یوازې د دوه اړخیزو ګټو په اړه د نظر تبادله کړې، بللکې پاکستان او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو تر څنګ د افغانستان د سولې پر وروستي دریځ هم بحث او خبرې کړي دي.

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې د افغانستان ترمنځ خبرو اترو تاریخي فرصت برابر کړی، چې په افغانستان کې یو هراړخیز، پراخه او ټولګډونه سیاسي جوړجاړي ته ورسیږي.

د بهرنیو چارو وزیر له افغان خواوو وغوښتي، چې د ثبات لرونکي او سوله ییز افغانستان لپاره ګډ او رغنده کار ته اړتیا ده.

هغه په ​​لاره کې د ننګونو او خنډونو په پام کې نیولو ټینګار وکړ ، چې د صبر ، زغم او استقامت له لارې له مینځه تللی شي. “

قریشي د خبرو اترو سیاسي جوړجاړي لپاره د ټولو هڅو د آسانولو لپاره د پاکستان ژمنه تائید کړې او په دې برخه کې یې د ښکېلو لوریو د صبر او زغم غوښتنه وکړه، چې له ننګونو سره ګډه مبارزه وکړه.

قریشي له افغانستان سره د نږدې همکاریو لپاره د پاکستان ژمنې تکرار کړې او د د اپټا تړون(د افغانستان – پاکستان ترانزیت سوداګرۍ تړون) د اړتیا پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار کوي.

Trending

Exit mobile version