تازه خبرونه

پاکستان پر طالبانو د بندیز لګولو هڅې پیل کړي

Published

on

پاکستان د جمعې پر ورځ د خړ نوملړ د ځانګړیو مالي مرستو FATF د بندیز ماتولو لپاره په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په ګډون پر “ترهګرو” او “ترورستانو پورې اړوند ډلو” بندیزونه ولګول.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر د روان کال د فبرورۍ پر ۲۹ د افغانستان د ۱۹ کلنې جګړې د پای ته رسولو او سولې رامنځته کولو لپاره په دوحه کې له امریکایي پلاوي له مشر زلمي خلیلزاد سره د سولې تاریخي تړون لاسلیک کړی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې؛ حکومت د ترهګرو اړوند بانکي حسابونه او جایدادونه هم ضبط کړي دي او په دې تحریم او بندیز کې پرې نړیوال سفرونه هم بند شوي دي.

د دان نیوز د څرګندونو له مخې؛ پاکستان پر هغو ۸۸ کسانو بندیزونه لګولي، چې د ملګرو ملتونو لخوا یې هم په تور نوملړ کې نومونه راغلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې: پاکستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړو سره سم پرې بندیزونه لګوي او هیله من یو، چې نور هېوادونه هم دغه کار وکړي.

دغه لارښود په “قانون خبرتیا” نومې ټولګه کې شته، چې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په روانه اوونۍ کې خپلې اوبپاڼې ته پورته شوی؛ خو د جمعې تر ورځې پورې یې د خلکو پام ځانته نه و رااړولی.

په دې خبرتیا کې راغلي؛ فدرالي حکومت خوښ دی، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۲۵۵ “۲۰۱۵” پرېکړې د پلي کولو امر کوي… په ځانګړي توګه د پورته ذکر شويو اشخاصو او ادارو شتمنۍ باید ضبط،  پر تګ راتګ او آسانتیاوو یې بندیز ولګول شي.

دا اعلامیه د FATF له مهمې غونډې مخکې؛ ځکه خپره شوې، چې د پیسو مینځلو او ترهګرۍ په تمویل کې د پاکستان پرمختګ وارزول شي.

پاکستان له ډېر وخت راپدیخوا د طالب مشرانو په مرسته او ملاتړ تورن دی؛ خو اسلام آباد تل دغه تورونه رد کړي دي.

د یادونې ده، چې پاکستان د ۲۰۱۸ کال له جون راپدیخوا د FATF په خړ نوملړ کې راغلی او ۷ میاشتې مخکې هم وروستی ګواښ ورته شوی دی.

Trending

Exit mobile version