لوبی

پاکستان په آسیا جام سیالیو کې هند ته پر ۵ ویکتو ماته ورکړه

Published

on

د ۲۰۲۲ کرکت جام د څلورو غوره لوبډلو په آسیا جام سیالیو کې دوه يمه لوبه پاکستان له هنده پر ۵ ویکتو وګتله.

د عربي متحده اماراتو په دوبۍ لوبغالي کې ترسره شوې لوبه د هند پر منډو پیل شوه.

هند د اووه لوبغاړیو له سوځېدو سره ۱۸۱ منډې وکړې؛ خو پاکستان په وروستيآاور کې د ۵ لوبغاړیو پر سوځېدو بشپړې کړې او لوبه يې د ځان په ګټه پای ته ورسوله.

د هند پخوانی لوبډلمشر وېرت کوهلي بریالی شو، چې ۶۰ منډې جوړې کړې، راهول ۲۸ روهت شرما هم ۲۸ او ديپک هودا ۱۶ منډې وکړې.

د هند سیالې لوبډلې د پاکستان لپاره ۵ ویکتې واخیستې

هند د آسيا جام د لومړي پړاو په سياليو کې پاکستان ته پر ۵ ویکتو ماته ورکړې وه.

د آسيا جام په دوه يم پړاو سیالیو کې څلور لوبډلې درې درې لوبې کوي.

د یادونې ده، چې د سپتمبر پر اوومه به لومړی پاکستان له سریلانکا سره لوبه کوي او بیا به د همدې میاشتې پر نهمه افغانستان او پاکستان لوبه کوي.

Trending

Exit mobile version