تازه خبرونه

پاکستان په افغانستان کې خپل هوايي بریدونه تائید کړل

د یاد حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، چې پاکستان د خپلو خلکو لپاره یو موټی دی.

Published

on

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ ( د مرغومي شپږمه ) تائید کړه، چې د سې‌شنبې پر شپه یې هوایي ځواکونو په افغانستان کې بریدونه کړي دي.

د یاد حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، چې پاکستان د خپلو خلکو لپاره یو موټی دی.

د پاکستان ډان نیوز ورځپاڼې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ممتاز زهرا بلوچ له خولې ویلي، چې پاکستان د افغانستان په سرحدي سیمو کې عملیات کړي دي.

ممتاز بلوچ څرګنده کړې، چې دغه عملیات د پاکستان لخوا د افغانستان په سرحدي سیمو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي.

هغې زیاته کړې: دا عملیات د پاکستان امنیت ته د ګواښونو پر بنسټ ترسره شوي دي.

دې چارواکې ټینګار کړی، چې پاکستان ” تل له افغانستان سره د اړیکو په اړه خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړی دی.”

ممتاز بلوچ ویلي: مونږ د افغانستان بشپړتیا او حاکمیت ته درناوی لرو.

بلوچ یادونه کړې، چې د پاکستان امنیتي ځواکونه او د قانون پلي کوونکي ادارې په منظم ډول “په سرحدي سیمو کې د ترهګرو ډلو پر ضد” عملیات ترسره کوي.

هغې ټینګار کړی: د دغو عملیاتو پیل په ډېر دقت سره ترسره کیږي.

نوموړې ویلي، چې د خپلو اتباعو ساتنه د پاکستان لومړیتوب دی، ” د ترهګرو لخوا پاکستان او خلکو ته ګواښونه موجود ول”.

بلوچ ویلي: “پاکستان د خپلو خلکو امنیت ته ژمن دی.”

د اسلامي امارت اړوند چارواکو له برید وروسته سخت غبرګون ښودلی دی:

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د دغو بریدونو په غبرګون کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ.

دغه وزارت د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستانيو ځواکونو د وروستي هوايي بريد د غندلو تر څنګ پاکستاني ډيپلوماټ ته د ” سخت اعتراضي يادښت” وړاندې کړ.

په دې لیک کې ټینګار شوی، چې د افغانستان د ځمکني بشپړتیا ساتنه د اسلامي امارت لپاره یوه « سره کرښه» ده او خبرداری ورکوي، چې دا ډول بې پروايي به بدې پایلې ولري.

د سې‌شنبې پر ورځ د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په اړوند سیمو کې پاکستان هوایي بریدونه وکړل، چې له کبله یې ۴۶ کسان د ښځو او ماشومانو په ګډون ووژل شول او شپږ نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version