تازه خبرونه

پاکستان په افغانستان کې له جنګیدونکیو ډلو ملاتړ کوي – خلیلزاد

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو جمهوریت پلوي پخواني سفیر زلمي خلیلزاد په ډاګه کړې، چې؛ پاکستان د ترهګرو پلوي کوي.

امریکا په دې باورده، چې حقاني شبکه یوه ترهګره ډله ده او په دې کې هم شک نه شته، چې دا شبکه د پاکستان له استخباراتو سره تاریخي او ټینګې اړیکي لري.

زلمی خلیلزاد په دې باور دی؛ هغه ډلې، چې له افغانستان سره جنګېږي، پاکستان یې ملاتړ کوي.

د دې ترڅنګ سبا ته د پاکستان په اړه د امریکا د ګانګرس په یوه جرګه ګۍ کې پر پاکستان بحث کېږي.

ښاغلي خلیلزاد، چې په دې غوڼده کې وینا کوي وویل؛ د بحث موضوع دا ده، چې پاکستان د امریکې دوست دی که دښمن؟

 پاکستان د ترهګرۍ په مسله کې له امریکا سره همکاري کوي که له ترهګرۍ سره؟

د هغه په وینا؛ نړۍ باید دا حقیقت ومني او د همدې حقیقت په رڼا کې پرېکړه وکړي.

ښاغلی خلیل زاد وايي؛ هغه افغانان، چې خپلوان یې په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي، کورونه یې وران شوي، باید پاکستان مسول وګڼياو د قانوني وکیلانو له لارې محکمې ته ورشي او له پاکستانه تاوان وغواړي.

خلیلزاد په ډاګه کړې، چې افغان حکومت باید اسناد او شواهد راټول کړي، ملګرو ملتونو او امنیت شورا ته قناعت ورکړي، په لویدیځ کې خاص و عام ذهینت قانع او د نړۍ هېوادونه خبر کړي، چې پاکستان په افغانستان کې لاسوهنه کوي.

نوموړی وايي امریکا باید ورته کار وکړي او پر پاکستان پوځي او مالي مرستې بندې کړي. له پاکستان څخه باید دوه یمه شمالي کوریا جوړه او ګوښه کړ شي.

ښاغلي خلیلزاد وايي، اوس شرایط دې ته چمتو شوي دي چې دغه ډول ګامونه پورته شي

.پاکستان دړغه تورونه رد کړي او وایي، چې دغه هېواد د ترهګري پر ضد له نړیوالو سره مرستې کړي او د افغان طالبانو سره د سولې خبرو په برخه کې رښتینې هلې ځلې کوي.

ښاغلي خلیلزاد د ناټو له خوا له افغانستان سره د مرستو په اړه ویلي، چې نړیوال باید له افغانستان سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي؛ خو افغانان باید په پردیو مرستو روږدي نه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د مشرانو جرګې د وسلوالو خدماتو د کمیتې رييس جمهوری پال سناتور جان مکین ویلي؛ د پاکستان په خاوره کې د وسلوالو طالبانو په تېره بیا د حقاني شبکې د خوندي پناهځایونو له ویجاړیدو پرته په افغانستان کې طالبانو ته ماتې ناشونې ده.

Trending

Exit mobile version