سیمه ییز خبرونه

پاکستان په ایران کې دننه بریدونه کړي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۸, ۱۴۰۲)

رویټرز د پاکستانیو استخباراتي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د پنجشنبې پر ورځ پاکستانیو ځواکونو په ایران کې دننه پر بلوڅ وسلهوالو له هغې دوه ورځې وروسته هوایي بریدونه کړي، چې ایران د پاکستان په خاوره کې دننه د جیش العدل پر سني وسلوالو بریدونه وکړل.

ایراني رسنیو څرګنده کړې؛ څو توغندي د سیستان بلوچستان ایالت پر یوه کلي لګېدلي دي. په دې بریدونو کې درې ښځې او څلور ماشومان وژل شوي، چې ټول ایرانيان نه‌دي.

ایران د سې شنبې پر ورځ ویلي وه، چې په پاکستان کې یې له اسرائیلو سره د تړلیو اورپکو اډې ویشتې دي.

پاکستان هغه مهال ویلي وه، چې ملکي وګړي پر نښه او دوه ماشومان وژل شوي. دغه راز خبرداری یې ورکړ؛ د دې برید د عواقبو مسوول به تهران وي.

پاکستان د چارشنبې پر ورځ له ګاونډ هېواد ایران څخه خپل سفیر پر حریم یې د ایران د ښکاره سرغړونې وروسته وروغوښت.

تهران ویلي، چې دوی د پاکستان په جنوب لویدیځ کې د اورپکو پر اډو توغندیز بریدونه کړي دي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر ویلي، د بې پیلوټه الوتکو پر توغندیزو  بریدونو یې وسله‌وال پر نښه کړي دي. د ایران دولتي رسنیو څرګنده کړې، ایراني توغندیو د سني مسلمانې ډلې جیش العدل دوه اډې په نښه کړي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د بهرني تروریستي سازمان په توګه نومول شوې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د سویس په داووس ښار کې، چې د نړیوال اقتصادي فورم په غونډه کې یې ګډون درلود؛ ویلي، چې برید کوونکي له اسرائیلو سره تړاو لري.

پاکستان او ایران په تېرو وختونو کې خړې پړې اړیکې درلودې؛ خو دا وروستي بریدونه په وروستیو کلونو کې د پولې په اوږدو کې تر ټولو اغېزمنې دي.

د ایران برید پر پاکستان له هغې یوه ورځ وروسته پیل شول، چې تهران په عراق او سوریه کې ترسره کړل.

د دغو بریدونو په غبرګون کې بغداد له تهران څخه خپل سفیر هغه مهال وروغوښت، چې د ایران دولتي رسنیو څرګنده کړې وه، چې د اسرائیلو د جاسوسۍ پر یوه مرکز یې برید کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ممتاز زهرا بلوچ له دې مخکې ویلي؛ دا سرغړونه بې بنسټه او د منلو وړ نه‌ده.

هغې زیاته کړې وه، چې پاکستان د دې غیرقانوني عمل په وړاندې د ځواب ویلو حق لري.

د جنوبي اسیا د ویلسن مرکز رییس مایکل کوګلمن وایي: که څه هم اسلام آباد ډېر محتاط دی؛ خو بیجینګ ممکن د منځګړیتوب لپاره ګام پورته کړي.

هغه ویلي؛ چین له ایران او پاکستان دواړو سره نږدې اړیکې لري او لیواله دی، چې کړکیچ له کنټرول څخه بهر نه‌شي … دا به پر دواړو لوریو فشار راوړي، چې له کمره ځان ډډې ته کړي.

جیش العدل په تېرو وختونو کې له پاکستان سره په سرحدي سیمه کې د ایران پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي دي.

د پاکستان په جنوب لویدیځ بلوچستان ایالت کې، چې له ایران سره پوله لري؛ څلور توغندي د پنجګور له سرحدي ولسوالۍ سره نږدې لګېدلي دي.

د پنجګور د ادارې یوه جګپوړي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، څلور توغندي د کوه سبز پر کلي توغول شوي، چې د پاکستان په خاوره کې شاوخوا ۵۰ کیلومتره دننه پروت دی.”

يوه بل چارواکي ويلي: په بريد کې يو جومات او درې کورونه زيانمن شوي دي.

هغه زياته کړې، چې دوه ځوانې نجونې وژل شوي او درې کسه نور ټپيان دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې، امیرعبداللهیان له خپل پاکستاني سیال جلیل عباس جیلاني سره ټیلیفوني خبرې کړي او د پاکستان د ملي حاکمیت پر درناوي یې ټینګار وکړ.

امیرعبداللهیان ویلي، د جیش العدل وسلوالې ډلې د پاکستان له خاورې څخه په پرله‌پسې ډول د ایران امنیت پر نښه کړی او مونږ هیله مند یوو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي همکاري روانه وساتل شي.

د پاکستان جیش العدل د بلوڅانو د توکمیز اقلیت لپاره د زیاتو حقونو او د ژوند د ښه شرایطو غوښتونکی دی؛ خو د ایران په سویل ختیځ سیستان-بلوچستان ولایت کې یې پر ایراني امنیتي ځواکونو د څو بریدونو مسوولیت هم  منلی دی.

Trending

Exit mobile version