تازه خبرونه

پاکستان په خپله خاوره کې د امریکا د پوځي اډې جوړېدل رد کړل

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۴, ۱۴۰۰)

پاکستان د دوشنبې پر ورځ د غبرګولي ۳ هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په کرمه ایجنسي کې د امریکا پوځي اډه جوړېدونکې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند څرګنده کړې: دلته به پوځي یا هوايي اډه نه وي او د داسې کوم وړاندیز وړاندوینه هم نده شوې. دا ډول اټکلونه بې بنسټه او بې مسوولیته دي او باید مخه یې ونویول شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له امریکا سره د هوا او ځمکې په برخو کې د همکارۍ لپاره یو روڼ چوکاټ لري او په دې اړه کومه نوې هوکړه نده شوې.

دغه راز د امریکا دفاع وزیر لوویډ آسټین د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو د سیمه ییزو ګټو په اړه بحث کړې دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په ډاګه کړې؛ په دې ټیلیفوني خبرو کې دفاع وزیر د افغانستان د سولې له بهیره د پاکستان ملاتړ ستایلی او د پاکستان او امریکا تر منځ یې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.

سرچینې زیاته کړې؛ د امریکا دفاع وزیر او جنرال باجوه په سیمه کې د امنیت او ټیکاو په برخه کې د سیمه ییز خوځښت او ګډو ګټو په اړه هم خبرې کړې دي.

دغه راز د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار جیک سالیوان پرون په ژینو کې هم له خپل پاکستاني سیال سره لیدلي دي.

پاکستانيو رسنیو څرګنده کړې، چې دواړو لوریو د دوه اړخیزو، سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه مثبت بحث کړی او هوکړه شوې، چې عملي همکارۍ ته به روانې ساتي.

د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد یوسف ټویټ کړی، چې له خپل امریکایي سیال سره یې پر یو لړ مسایلو خبرې کړې دي.

په ورته وخت کې یو شمېر سرچینو پرون آریانا نیوز ته منلې وه، چې امریکایي ځواکونو د ډیورنډ کرښې په پاکستاني لوري کې د لویې پوځي اډې پر جوړولو کار پیل کړی دی.

د پکتیا ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکیو او د ولایتي شورا غړيو څرګنده کړې وه، چې دغه اډه به د پاکستان د قبایلي سیم د د کرمې ایجنسۍ د شلوزان په اړوند سیمه کې جوړه شي.

د پکتيا د ولایتي شورا غړي وايي، چې دغه اډه د ډیورنډ د فرضي کرښې په اته کیلومترۍ کې تر کار لاندې ده.

د دوی د څرګندونو له مخې، هره ورځ دغې سیمې ته د ځمکې او هوا له لارې اکمالات کیږي.

له بلې خوا د ځاځي آریوب ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، چې د دې پوځي اډې د جوړولو کار په بشپړ ډول روان دی او دوی ګوري، چې چورلکې هره ورځ ودانیز توکي ورلېږدوي.

د یادونې ده، چې د افغانستان لپاره د امریکا د اردو ویاند سني لګیټ دا راپورونه ناسم وبلل.

Trending

Exit mobile version